ویسا: حکومت د سولې فرصتونه له منځه وړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۳)

له کابله خپريدونکې ويسا ورځپاڼه په ننۍ سرمقاله کې ليکي، په داسې حال کې چې د قطر په مرکز کې د طالبانو او امريکا تر منځ په نهم پړاو مذاکراتو کې د توافق خبره توده روانه ده، د یو لړ نورو انديښنو تر څنګ د سولې په تړاو د حکومت او په ځانګړي توګه د  اشرف غني منفي درسيځ د انديښنې وړ دی.

په سرمقاله کې راغلي، که حکومت د سولې په تړاو منفي دريځ نه درلودای نو شونې وه چې د قطر خبرې او توافقات په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسيدو پيلامه شوې وای.

ويسا زیاتوي، که حکومت سولې او د هيواد راتلونکې ته ژمنتيا لرلی نو په دې برخه کې به يې اغېزمن رول لوبولی وای او طالبانو سره به يې د بين الافغاني خبرو اترو لپاره طرحه وړاندې کړی وای.

د ويسا په وينا، اشرف غني د مخالفت لاره غوره کړې او هڅه کوي چې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې روان بهير له ناکامۍ سره مخ کړي.

ویسا وايي، امريکا نن په داسې افغانستان کې حضور لري چې د ۲۰۰۱م کال افغانستان سره ډير توپير لري زياتوي چې امريکا دوه مخې لوبه روانه کړې، د سولې او جګړې دواړو اړخونو ته په کتو ويلای شو چې تګلاره يې د پخوا په څير نه ده.

سرمقاله کې راغلي، حکومت د وحشتونو او بدمرغيو دوام غواړي او انديښنه دا ده چې د سولې دغه فرصت هم ضایع شي.

مربوطه مطالب

Back to top button