عراق کې لس ترکي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۴)
د ترکیې دولتي رسنۍ وايي، چې د عراق په شمال یوه غرنۍ سيمه کې د ترکيې لس پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ترکيې دولتي اژانس د دغه هيواد د دفاع وزارت د چارواکو له قوله ليکي، چې پرون يک شنبه له کردي ځواکونو سره په نښته کې درې پوځيان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.
ترکيې د روان ۲۰۱۹ د اګست مياشتې راهيسې د عراق په شمال د قنديل په نوم په غرنيو سيمو کې د کردستان د کارګر ګوند پرضد پر عملیاتو پيل کړی چې لا هم دوام لري.
ترکي چارواکي وايي، په دغه عملياتو کې تر دې دمه د یاد ګوند د وسله والو ډیری مرکزونه په نښه شوي او له منځه وړل شوي دي.



