پروان: له پرون راهيسې دوه ځل پر بګرام هوايي ډګر توغنديز برید شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۳)

له پرون ماذیګر راهيسې دا دویم ځل دی چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو په لوی پوځي مرکز او هوايي ډګر توغنديز بريد ترسره کېږي.

پرون ماذیګر هم دغه هوايي ډګر تر توغندير بريد لاندې راغلی و او تيره شپه هم پرې توغندي وار شوي دي.

ځايي سرچينې وايي، پروني توغندي د ميدان هوايي په داخل کې لګېدلي چې ښايي بهرنيو ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې وې.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه د يادو بريدونو مسووليت منلی او لیکي: چې طالبانو پرون ماذګیر او تيره شپه پر یاد هوايي ډګر توغنديز بريدونه کړي دي.

د مجاهد په وينا، په دغه توغندويي بريدونو کې بهرنيو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ مالي زيانونه هم اوښتي دي.

د پروان ولسوالۍ امنيتي سرچينو پر بګرام هوايي ډګر توغنديز بريدونه تاييد کړي خو د تلفاتو اوښتو په اړه يې له معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.

طالبان ډیر کله په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو ستر پوځي مرکز او هوايي ډګر چې په بګرام کې پروت دی توغنديز بریدونه کوي چې هغوی ته پکې مالي او ځاني زيان اوړي خو هغوی ته رسيدلي تلفات له رسنيو پټ ساتل کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button