سهيل شاهين: هڅه کيږي چې د سولې هوکړه په نهم پړاو کې نهايي شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۴)

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، چې دا مهال امريکا او طالبان د سولې هوکړه ليک د پلي کېدو پر څرنګوالي بحثونه روان دي.

ښاغلي شاهين ويلي، په وروستيو ټکو بحث روان دی او هڅه کيږي چې په همدې نهم پړاو کې خبرې نهايي شي.

د قطر خبرو ته نږدې سرچينې وايي، د طالبانو او امريکا مذاکراتي ډلې تيره ورځ په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر کولو او اوربند خبرې کړي دي.

پرون د طالبانو د سياسي دفتر ویاند سهيل شاهين په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي و چې د شپې تر لس نيمو بجو مذاکرات روان و او نن د دوشنبې په ورځ له ماذیګر وروسته به بله ناسته پيل شي.

د شاهين په خبره: “نن دشپې ترلس نیمو بجو پورې مو د امریکایي ټيم سره مذاکرات درلودل. سبا سهار مو خپلمینځي مجلس دی اوله مازدیګر وروسته به د نوموړي ټيم سره بله ناسته ولرو، انشاالله.”

د امریکااو طالبانو تر منځ تيره اوونۍ د پنج شنبې په ورځ نهم پړاو مذاکرات پيل شوي چې لا هم دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button