دوحه: ماخستن ترناوخته پورې خبرې روانې وې،نن له خپلمنځي مجلس وروسته بیا پیلیږي

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۴وږی، ۱۳۹۸)
له تیرو څو ورځو راهیسي د قطر په دوحه کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ د افغان سولې په اړه نهم پړاو خبرې روانې دي.
تیره ورځ هم دواړه لوري د شپې ترناوخته پورې په خبرو بوخت وو خو دا لا هم نه ده مالومه چې په کومو جزئي ټکو باندې بحث روان دی.
طالب ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر لیکلي چې نن به له خپلمنځي مجلس وروسته خبرې مازدیګر خوا ته یوځل بیا پیل شي.
“نن د شپې ترلس نیمو بجو پورې مو د امریکایي ټيم سره مذاکرات درلودل. سبا سهار مو خپلمینځي مجلس دی اوله مازدیګر وروسته به د نوموړي ټيم سره بله ناسته ولرو، انشاءلله.”
باید وویل شي چې له امریکایانو سره د طالبانو په خبرو کې نهم پړاو مذاکرات مهم او وروستي بلل کیږي چې ممکن هوکړه هم پکې لاسلیک شي.



