کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۴ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د ننګرهار ولایت مهمند درې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
راپورونه وايي، چې نن شاوخوا لس نیمې بجې د ننګرهار ولایت په مهمند دره ولسوالۍ کې دوه مسافر وړونکي موټر سره ټکر شوي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ۴ کسه وژل شوي او ۳ کسه نور ټپيان شوي دي چې روغتیایي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.
په دې وروستیو کې د هېواد پر لویو لارو ترافیکي پېښو خلکو ته ګڼ مالي او ځاني تلفات اړولي، دولسي خلکو په وینا، ډېری ترافیکي پیښې دموتړچلونکو د بې احتیاطۍ او تېز تګ له امله رامنځته کېږي.
تېرکال طالبانو دیوشمېر خبر پاڼو په غورځولو سره له مسافرو غوښتنه کړې وه، که موټر چلونکي دترافیکي قوانینو څخه هر رنګه سرغړونه وکړي، دوی ته دې زنګ ووهي، ترشکایت وروسته به یې مجازات کړي.