ډاکټر يوسف اکبري
په دې خو ټول پوهېږو چې د وحشيانو او ظالمانو ظلم او ستم په غندلو او اوښکو تويولو د دا ډول غم ځپلو تسل نشي کیدای بلکې بايد د ظالمانو پر ضد قیام وشي او تر خپله وسه پورې بايد د ظالمانو مخه ونيول شي او له مظلوم سره همکاري او مرسته وشي.
د وحشيانو او ظالمانو د وحشتونو له جملې څخه يوه هم تېره ورځ په لوګر ولايت کې د هغه مسافر پر کور چاپه او بيا په کور کې نوموړی مسافر په ډېر وحشت سره په خپل کور کې پر بم کېنول او وينې او غوښې يې داسې پاش پاش کول دي، چې د نوموړي شهيد د کور ټول دېوالونه پرې ګواه دي او په وينو سره دي.
دغه بې ضميره وينې څښونکي شرمښان ولې دومره بې وجدانه شول چې په بمونو بې گناه انسانان ټوټې ټوټې کوي؟؟
دا ځکه چې اصلاً دوی انساني تربيه نه لري او په ټوله کې د امريکا ګټو پرې سترګې دومره پټې کړي دي چې فکر کوي چې امريکايان مو دوستان او افغان ولسي وګړي مو دښمنان دي، نو ځکه خو په شپنيو چاپو کې تر خپلو بادارانو زیات ظلم او وحشت دوی تر سره کوي.
دوی د خپل استدلال پر بنا چې د کابل د هوټل برید یې په طالب په دې بهانه ورتاوان کړ چې ویل یې: د برید نوعیت د طالبانو د نورو بریدونو په څېر دى، يعنې لکه څنګه چې طالبانو نور بريدونه کول دا هم هماغسې يو بريد دی، نو ځکه يې ويل چې طالبانو تر سره کړی دی، خو په دې هم لا نه پوهېدل چې د بريد پړه چاپه غاړه واخيستله؟؟ او طالبان چې کوم بريد وکړي نو پر هغه بيا اعتراف کوي او يا دا چې طالبان داسې بريدونه هېڅ نه کوي په کومو کې چې عام المنفعه تأسيسات، عامه وګړي او يا هم مذهبي شخړې ورڅخه رامنځته کېږي. خو دا چې د غلام عقل د بادار د دسيسو او توطئو تابع وي نو دوی هم دغه خبره د بادار له خولې کوي.
په هر صورت پر لوگريانو د دې وروستي دا ډول له انسانيت لغړ ناتار او ناورين راکوزولو ته اوس نه کوم پرتوگ گنډلاى شي او نه هم دا ډول بريدونه توجيه کېدای شي، بلکې بايد داسې ووايو چې دغه بريد يو غير انساني او وحشي عمل دی.
نو ویلای شو چې داعش وحشي شبکه هم د همدې وحشيانو د وحشت او بربريت د يوې پياوړې څانگې نوم دی چې په شفري نوم د همدوی د انسانيت له پولو وتلې او کرغېړن اعمال سر ته رسوي
ایا دوی فکر کوي چې د دې فجائعو عکس العمل به دوی د شهېدانو په دې خاوره حاکميت او ژوند کولو ته پرېږدي؟ بلکې هيڅکله به يې هم پرېنه ږدي؛ ډېره لرې نده چې دا وحشيان به د انسانيت د قوانينو او د الله تر مواخذې لاندې راشي بيا به وپوهېږي چې پر اس سپاره دي که پر خره؟
و سيعلم الذين ظلموا اي منقلب ينقلبون