د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک کېدل نږدې شوي

راپورتاژ: عبدارحمن
له تير یوه کال راهيسې د طالبانو او امريکا تر منځ په افغانستان کې د جګړې پر ختمولو او بهرنيو ځواکونو د وتلو پر سر مذاکرات روان دي چې تر دې دمه د دواړو غاړو د استازو ترمنځ اته ځلې ناستې شوي دي.
له تيرې پنج شنبې ورځې راهيسې د امريکا او طالبانو تر منځ د نهم پړاو مذاکرات جريان لري چې د راپورونو له مخې د ښکيلو غاړو تر منځ د سولې د هوکړې لاسليک کيدل نږدې شوي دي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند ښاغلي سهيل شاهين ويلي چې هڅه کيږي څو له امریکا سره په نهم پړاو کې د سولې هوکړه نهايي شي.
نوموړي نن د سې شنبې په ورځ په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي: “نن ورځ لس نیمې بجې به د امریکایې ټيم سره مذاکرات دوام کوي، هڅه کوو چې د توافقنامې وروستي ټکي نهایي کړو”.
سهيل شاهين پرون ويلي و چې دواړه خواوې د سولې هوکړې د پلي کيدو پر څرنګوالي غږيږي او په نهم پړاو کې د دغه خبرو د نهايي کولو هڅې روانې دي.
له بله پلوه د ګډ حکومت د ولسمشر ویاند صديق صديقي وړمه ورځ يوې خبري غونډې ته وويل، چې طالبان او امریکايان پر خبرو بوخت دي چې تر اوسه کومې پايلې ته نه دي رسيدلي.
د صديقي په وينا، افغان حکومت هم د دغه خبرو له بهيره پوره خبر نه لري او که د طالبانو سره د امريکا کومه پریکړه کيږي نو زلمی خليلزاد اشرف غني ته په دې اړه معلومات ورکوي.
د اتم پړاو مذاکراتو پر مهال داسې راپورونه ورکول شوي و چې د سولې هوکړې وروسته به امریکا په سمدستي ډول د ۵۵۰۰ امريکايي ځواکونو اعلان کوي او پاتې نور عسکر به هم په څو مياشتو کې اوباسي.
تر اوسه د دغه خبرو دقيق جزيات نه دي په ډاګه شوي خو ويل کيږي چې اتلس مياشتو کې د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو، امریکا ته له افغانستانه د ګواښ نه پيښيدو پر سر موافقه شوې ده.
سياسي شنونکی وحید مژده وايي، ښايي نهم پړاو خبرې څو ورځې نورې هم وځنډيږي او د طالبانو تر منځ خبرې روانې دي چې د سولې دغه هوکړه په افغانستان کې لاسليک شي.
تر اوسه طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي چې د سولې دغه موافقه به په قطر که افغانستان کې ترسره کيږي.



