دفاع وزارت؛ د طالبانو تر ګواښ لاندې سيمو کې د عملياتو د پيلولو خبر ورکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۵)

د ګډ حکومت د دفاع وزارت مسؤولين وايي، چې ډير ژر به په يو شمير شمالي ولايتونو کې عمليات پيل کړي.

د دفاع وزارت مرستيال ویاند فواد امان وايي، دا مهال په بلخ او کندز کې ځکه عملیات روان دي چې دغې ولايتونو کې د طالبانو ګواښونه پر مخ ډيريدو و زياتوي چې ډير ژر به په تخار، سرپل او بدخشان ولايتونو کې هم عمليات پيل شي.

د امان په وينا، د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ د بيرته نيولو پلان هم بشپړ شوی، زمونږ عمليات به لا زيات شي او د هيواد په امنيتي وضعيت کې به نوي بدلونونه راشي.

نوموړی وايي، دغه عمليات د شمالي ولايتونو په هغه سيمو کې کيږي چې د طالبانو ډير ګواښ پکې وي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو ډير کله يې د ګډ حکومت د عملياتو د پيل ورته ډول راپورونه تشه ادعاء بللې چې په وينا يې غواړي خپل مورال بايللو عسکرو ته روحيه ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button