غني؛ د یو تازه فرمان له مخې اسدالله خالد ته د ستر جنرالۍ رتبه ورکړه

کابل ټکی کام (جمعه ، ۸ وږی ، ۱۳۹۸ل)

دګډ حکومت مشر محمد اشرف غني ددفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد ته دیو تازه فرمان له مخې د ستر جنرالۍ رتبه ورکړې.

نوموړي ته دا رتبه د ښو خدمتونو، وړتیا او غوره مدیریت له امله ورکړل شوې ده.

ارګ د رتبې ورکړې پرمهال ویلي چې دجنرال رازق له وژنې وروسته اسدالله خالد هم د هېوادوالو له ملاتړه برخمن دی؛ نوځکه باید وستایل شي.

یوشمېر افغانانو بیا د غني له لوري وروستي مقررات او رتبې دنوموړي کمپاینزه هڅه بللې او داکړنې یې قابل داعتراض ګڼلي.

مربوطه مطالب

Back to top button