لیکنه: جعفر عمریار
له نن څخه آتلس کاله وړاندې د وخت ځناور مزاجه زبرځواک امریکا د ټولو انساني پرنسیپونو خلاف په افغان خاوره یرغل وکړ، له نړولو تر وژلو هر ډول تیري یې د دې خاورې په اوسېدونکو وکړل، هر ډول کمیاوي او غیر قانوني زهرجنې اسلحې یې په دې خاوره کې وآزمویلې، پر افغانستان له بریده وړاندې د افغانستان د وخت امارت ورته د خبرو اترو او ډېپلوماټیکې حللارې وړاندیز وکړ، اما امریکایانو په پوره استکبار سره وویل: نړیوال به یا له مونږ سره ملتیا کوي یا له ترورېستانو سره، طالبان به وژل کیږي، دوی به له خپلو ځالو راوباسو! خو د هغه وخت مسلمان حاکم ملا عمر په ټینګ توکل، صبر او ثبات سره خپلو لښکرو ته وویل: امریکا راته د ماتې او وژلو وعده راکړې؛ مګر لوی الله راته د مرستې او ساتلو وعده راکړې، پس وبه ګورو چې کومه وعده تحقق مومي، یعني له شکه پرته د الله وعده تحقق مومي، دا دي له آتلس کلنې جګړې وروسته، امریکا او د دوی داخلي او بهرني ملاتړي یې په هر حالت کې بایلونکې بريښي، باذن الله.
آتلس کاله وروسته نړیواله زبرځواکه امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې له امله له نظامي او اقتصادي سقوط سره مخ شوې. د دغه اوږدې جګړې پیلوونکي او بنسټ ګران داسې یو چا ته چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا د خارجي سیاست په پالیسۍ کې ورته د ترورېست نوم ورکوي او له هغه څخه د ژوند د ټولو حقونو اخیستلو په موخه د جګړې ډګر ته را دانګي؛ اما دا دي آتلس کاله وروسته په جګره ییز ډګر کې له پرله پسې ماتو او شاتګونو وروسته له همغه آتلس کلن مخکني تروروېست سره د خبرو او ډېپلوماسۍ مېز تر شا کښېني، آتلس کاله وروسته – د دوی په اصطلاح ترورېست طالب – ته د کابل ادارې د داخلي مخالف نوم ورکوي او د دغه ښکېلاکګر هېواد د خارجي سیاست پالیسي ناببره یو سل او اتیا درجې بدلون مومي او غواړي د خپل پرګماتیک سیاست په بنسټ له جګړې څخه د ډېپلوماسۍ او خبرو اترو د سیاست په لور تنزل وکړي؛ دا ځکه چې په جګړه کې د خپل بشپړ سقوط او زوال خوبونه ویني او نه غواړي د امپراطوریو په دغه کلاسیکه او معاصره هدیره کې یې د شوروي اتحاد په څېر پر ظلم او استبداد استواره امپراطوري د تل لپاره خښه شي.
اقتصادي ځوړتیا
په افغان- امریکا دغه آتلس کلنه اوږده جګړه کې د امریکا نړیوال اقتصادي پرستیژ بلکل ونړېد، دغه جګړې نورو نړیوالو لکه روسیې، اېران، شمالي کوریا او چین ته هم اقتصادي، سیاسي او نظامي جرئت ورکړ چې د امریکا په وړاندې په ډګر ودریږي؛ په داسې حال کې چې دوه لسیزې وړاندې امریکا په نړیوال سیاست کې لومړۍ خبره کوله او هېچا یې هم په وړاندې حتی د سیاسي او ډېپلوماتیک غبرګون زړورتیا نه درلوده. دا چې امریکا د نړۍ په کچه لومړۍ درجه نظامي زبرځواک دی، د ټولې نړۍ په کچه په مستعمره او نیمه مستعمره هېوادونو کې ۵۰۰ نظامي اډې لري، له اقتصادي اړخه له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې په لسګونو ټرېلیونه ډالر په نظامي ډګر کې لګولي، چې له دې یې یواځې ۷ ټرېلیونه ډالر په منځني ختیځ کې په جګړه یيزو چارو لګولي. په افغان – امریکا جګړه کې یې تر ۲۰۱۶ کال پورې ۱.۰۷ ټرېلیونه ډالر مصرف کړي، همدا ډول د نړیوالو سرچینو تازه راپورونه ښیي چې د افغانستان په جګړه کې د دوی کلنی لګښت ۶۲ ملیارده ډالره دی؛ چې له دې جملې یې ۵۷ ملیارده ډالر دوی پخپله مصرفوي او پاتې پنځه ملیارده ډالر یې د خپل لاسپوڅي افغان دولت له لوري په جګړه ییزو چارو لګول کیږي. د سرچینو په حواله د افغان – امریکا جګړې د مهارولو او په سیمه کې د نورو جګړو د تنظیم لپاره امریکا د نړۍ په تر ټولو ستر پوروړي هېواد بدله شوې؛ چې تر اوسه یې ۲۲ ټرېلیونه ډالر پور اخیستۍ؛ چې تر ستوني پکې ډوبه ښکاري.
داخلي بحران او مخالفتونه
وروستیو راپورونو په ډاګه کړې چې غوڅ اکثریت یعني ۷۰ سلنه امریکایان د افغان- امریکا جګړې مخالف او د خپلو ځواکونو د زر تر زره بېرته راستنېدلو غوښتونکي دي. د امریکا په کانګرېس، حکومتي دستګاه، پوځ او حاکم جمهوري غوښتونکي ګوند کې د دغه جګړې په سر د سیاستوالو تر منځ درځونه او ټکرونه رابرسېره کېدونکې دي او دا چې د امریکا حکومتي نظام غیر متمرکز فدرالي نظام دي، له ډېری ایالتونو سره یې له مرکزي حکومت سره د بېلتون ګنګوسې رابرسېره کېدونکي دي؛ ښایي که امریکا له دې یوه بله ورځ هم جګړې ته ادامه ورکوي نو امپراطوري به یې د شوروي اتحاد په څېر ټوټه ټوټه شي.
جګړه ییزه ماتې
دا چې امریکا په دغه جګړه کې په ټرېلیونونو ډالر لګولي او له کبله یې د نړۍ په تر ټولو ستر پوروړي هېواد بدله شوې ده، د بي بي سي د راپور له مخې یواځې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۶ امریکایان د دوی د خوندې اډو د ننه د طالب ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي، د دوی د تعدیل شوو راپورونو له مخې دغه جګړه کې ټولټال ۲۴۰۰ امریکایي پوځیان وژل شوي، په لسګونه زره نور یې ګوډ، مات، معیوب، بې غوږه، بې پوزې او بې سترګو شوي دي، له جګړې سره په ملیونونه نور امریکایان او د دوی کورنۍ له رواني او وجداني ناروغیو کړیږي؛ په داسې حال کې چې دوی ته د اوښتو زیانونو دقیقه کچه او کره شمېر له دې څو ځلې لوړ ښوول شوی.
د افغان خاورې ۷۰ سلنه برخه د امریکایي لاسپوڅې ادارې له واکه وتلې، د کلابندۍ کړۍ ورو ورو په هغه محفوظو سیمو راتنګیږي چې امریکایان پکې په خوندي توګه په نظامي اډو کې د ننه د کابل ادارې عسکرو ته سلا مشورې ورکوي؛ لرې نه ده چې دغه نظامي اډې د طالبانو تر واک لاندې راشي، د راکټونو او مزایلو باران خو هم هسې هره ورځ پرې وریږي.
بلاخره سوله ییزه ډېپلوماسي او مذاکرات
د مرکچي اړخونو له څر ګندونو داسې ښکاري چې اړخونه وروستۍ هوکړې ته د رسېدلو په درشل کې دي، د طالبانو او امریکایي مرکچیانو نهم پړاو مذاکرات پر جزیاتو راڅرخي، له کله نه چې امریکایانو په قطر کې خپله لومړۍ ډېپلوماتیکه ناسته د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره تر سره کړه، د امریکایانو د خارجي سیاست په تګلاره کې یو بې سارې بدلون په ګوته شو؛ یعني د امریکایانو له انده طالبان نور نړیواله ترورېستي ډله نه؛ بلکه د افغان دولت داخلي مخالفه ډله معرفي شوه. د جګړې او ډېپلوماسۍ د ډګر د کار پوهانو له انده امریکا نوره په جګړه ییز ډګر کې په ملا ماته شوې، غواړې خپل دغه ماتې په ډېپلوماټیک ډګر کې د مېز تر شا جبران کړي، له کله نه چې امریکایانو له طالبانو سره ډېپلوماتیکي ناستې پیل کړې ورسره جوخت یې په نظامي ډګر کې په طالبانو باندې خپل نظامي بریدونه خپلې وروستۍ کچې ته لوړ کړي، ړندې بمبارۍ، ډلییز ولسي مرګونه، د عامه ځایونو او ټولګټو پروژو نړول او ولسي جینو سایډ یې پیل کړی؛ یواځې د دې لپاره چې په ډېپلوماټیک ډګر کې د طالبانو صبر چلېنج کړي، د طالب او ولس تر منځ واټن رامنځ ته کړي او په ډېپلوماټیک ډګر کې له طالبانو د خپل لاسپوڅي دولت او د ځان لپاره نوکی امتیازات تر لاسه کړي.
دا چې د مرکچي پلاوو تر منځ د نهم پړاو خبرې اترې پخپلو وروستیو چانه بازیو راڅرخي؛ وسره هم مهاله امریکایان په افغان خاوره خپل ځناورتوب هره ورځ تکراروي، ملکي تأسیسات تر نظامي موخو لاندې راولي، شپنۍ چاپې یې څو برابره کړې؛ خو بیا یې هم له دې ټول ځناورتوب سره سره د دوحې د ډېپلوماټیک کلب د مېز تر شا د ځان او لاسپوڅي دولت لپاره ځانګړی امتیاز نه دی تر لاسه کړی. د نهم پړاو لاسته راوړنې، ټرمېنالوژي او د بحث موضوع همغه مادې تشکیلوي کومې چې په لومړي پړاو کې پرې خبرې اترې پرې پیل شوې وې.
د خارجي ځواکونو ايستلو تړون
که چېرې د اسلامي امارت او امریکایانو تر منځ د خارجي ځواکونو ایستلو پر سر هوکړه لاسلیک شي، نو پوښتنه دا را ولاړیږي: امریکایان چې په نړیواله کچه په تړون ماتونه، خیانت او غدر کې نړیوال رېکارډ لري، آیا دغه تړون ته به ژمن پاتې شي؟ آیا په رښتیا سره به په افغان خاوره خپل نظامي او استخباراتي شتون ته د پای ټکی کېږدې؟ آیا د چین او روسیې غوندې دوه داسې هېوادونه چې خپله يې د مسلمانانو په وینو لاسونه سره دي، هغه ضمانت او نظارت ته چې د تړون د لاسلیک په وخت کې یې تر سره کوي ورته به ژمن پاتې شي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د ډېری سیاست پوهانو له لوري ورته ځواب منفي دی؛ نو ځکه د لیکنې په وروستۍ برخه کې غواړم دا یادوونه وکړم چې د طالبانو د نظامي او سیاسي ډګر ترمنځ پوره او تر پخوا پیاوړې همغږي اړینه ده، په ځانګړې ډول د نظامي ډګر فعالین باید د امریکایانو له لوري د تړون د ماتولو او نه ژمنتیا ټولو ممکنه پایلو ته پوره چمتوالی ولري؛ دا ځکه چې امریکایان د نړۍ تر ټولو بې باوره او خاین خلک دي، دوی باید له تړونه وروسته ډاډه ونه اوسي چې نور نو امریکایان بریدونه نه کوي؛ ښایي امریکایان له تړونه وروسته خپل بریدونه په بدله بڼه لا پسې پیاوړي او پېچلي کړي؛ دا ځکه داسې بريښي چې نهم پړاو ته غځېدلې ډېپلوماټیکې خبرې اترې د امریکایانو غدر، خدعه او ډېپلوماټیک مانور وي او بس.

















