ناټو؛ افغانستان کې دخپل یو سرتېري له وژل کېدو خبر ورکړی

کابل ټکی کام (جمعه ، ۸ وږی ، ۱۳۹۸ل)

د ناټو غوځ ملاتړ ماموريت افغانستان کې د خپل يوه امريکايي سرتيري له وژل کېدو خبر ورکړی دی.

که څه هم ددې سرتېري پوره هویت نه دی په ډاګه شوی، خو ناټو وایي، چې ټاکل شوې راتلونکو څو ساعتونو کې دامریکا دفاع وزارت د یاد سرتېري هویت په ډاګه کړي.

بهرنۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز بیا د وژل شوي سرتېري په اړه ویلي، داسرتېری زابل کې دګډو عملیاتو پر وخت له الوتکې غورځېدلی او وژل شوی دی.

روان کال افغانستان کې د ناټو د وژل شويو سرتيرو شمير ۱۵ کسانو ته ورسيد، دې هفته کې دا دریم امریکایي پوځي دی چې وژل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button