کابل ټکی کام (جمعه ، ۸ وږی ، ۱۳۹۸ل)
وسلوال طالبان وایي، هغه توافقنامه چې خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي اصلي نه بلکه جعلي ده.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله توېټر پاڼه هغه یوولس مادییز جعلي توافق ته غبرګون ښودلی چې د اریانا نیوز او نورو رسنیو له لارې نشر سوی وو.
مجاهد زیاته کړې، رسنیو کې دقطر مذاکراتو په اړه خپاره شوي مواد اصلي نه دي، هیله ده په دې اړه څوک له وخته مخکې نشرات ونکړي.
د روانو مذاکراتو په اړه قطر ته تلونکي خبریالان دخپل رسنیز بازار دګرم ساتلو په موخه بې اساسه خبرونه نشروي، دې راپورونو ته طالبانو بار بار غبرګون ښودلی.
دمذاکراتو څارونکې وېب پاڼې《نن ټکی اسیا》په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، طالبان او امريکايان د توافقنامې مسوده او اړوند مالومات ډېر په جدي ډول محرم ساتي، تر اوسه يې هيڅ ماده يا دقيق معلومات څوک نه لري.


















