د افغانستان جمهور رئیس سویس ته ولاړ

کابل ټکی کام  (چهارشنبه، مرغومی ۳۰مه، ۱۳۹۴ ل):

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن د مرغومي په ۳۰ مه د اقتصاد نړيوالې ټولنې په ناسته کې د ګډون لپاره سویس هېواد ډاووس ښار ته ولاړ .

د افغانستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر، رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي:  ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني به ددغه سفر په لړ کې د امریکا دولسمشر مرستیال جوبایډن او د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف سره هم وويني .

بیانیه کې راغلي؛ چې  غني به په دې دوه ورځني سفر کې د نړیوال اقتصاد په دوه بېلابېلو غونډو کې ګډون او وینا وکړي، همدا راز  غني به د یادې غونډې له رئیس، د ناټو سازمان له مشر، د یو شمېر هېوادونو له مشرانو او د نړۍ د لویو اقتصادي شرکتونو له رئیسانو سره هم لیده کاته وکړي .

د راپورونو له مخې ټاکل شوې؛ چې د افغانستان، پاکستان او امریکا درې اړخیزه غونډه سبا د پنجشنبې په ورځ په سویس هېواد ډاووس ښار کې  تر سره شي.

په  غونډه کې به اشرف غني، جوبایډن او نواز شریف سره وګوري .

د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي دي، چې دغه مشران به په ځايي وخت یوولس بجې د ډاووس په انټرکانټیننټل هوټل کې غونډه جوړه کړي .

له اشرف غني سره په سفر کې د افغانستان د ماليې وزير «اکليل حکيمي» او د هغه سلاکار ډاکټر «محمد همايون قيومي»  ملګري دي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button