لږ شېبه وړاندې د ايالتي اسامبلۍ غړی ارشد علي رسنیو ته وويل، چې بريدګر د پوهنتون پر ديوال ور اوښتي او د چاودنو او ډزو نه داسې ښکاري چې دبریدګرو شمېر زیات دي .
د محصلينو تر منځ شور او ګډوډۍ هم يو شمېر كسان ټپيان كړي، خو چارواكي وايي، اوس يو شمېر محصلين په ټولګيو او نور په ليليه كې بند پاتې دي او په دې اړه دقيق معلومات نه شي ورکولی.
د خبر له مخې د پاکستان امنيتي ځواکونه اوس د بريد ځاى ته رسېدلي او له وسلوالو سره نښته روانه .
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د خیبر پښتونخوا ایالت د پېښور ښار په کارخانو بازار کې د پولیسو د تلاشۍ پوستې ته څېرمه چاودنه شوې وه، چې لږ تر لږه ۱۰تنه وژلي ، او څه د پاسه ۲۰تنه یې ټپیان کړي وو.