ثناءالله معصوم
دلته په پَل دخاورو خلک امیدونه تړي
دلته په ماتو څانګو خلک دي چې زړونه تړي
دلته هر چا له هجره زخم په زړګي خوړلی
د بیلتانه له لاسه هر څوک د زړه ورونه تړي
دلته هر چا نزرانه کړی دی جانان د مینې
بیا یې په خړ مزار جڼډې او بیرغونه تړي
دلته ګودر کې نه منګی شته نه ټپې او قیصې
نجونې لګیا دي څو زلمو ته ملابندونه تړي
دلته د مینې دود ځوانانو دومره تود ساتلی
ځینې خو آن په خپل خواږه بدن بمونه تړي
اوس د معصوم د زړګي زخم پوري نه خاندي څوک
اوس ټول لګیا دي د خپل مات زړه پرهرونه تړي


















