کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۱۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو نن ماسپښین دکندوز ښار په داخل کې دکمانډو ځواکونو موټریز قطار په نښه کړ، دلومړنیو معلوماتو په اساس تر پنځوسو پورې کمانډو سرتیري او لوړ رتبه افسرانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه ددې برید مسئولیت منلی، او زیاته کړې ده چې په نتیجه کې یې ۲۱ تنه کمانډو عسکر وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دابرید داسې مهال ترسره کیږي چې کندوز او بغلان دطالبانو تر کلکې محاصرې لاندې دي، هره ګړۍ ددې احتمال شته چې دا ښارونه سقوط شي.
طالبانو دکندوز په ښار دخپلو حملو موخه دښار له اطرافو ددولتي پوستو ټولول او تصفیه ښودلې وه، ښاریان وایي چې اوس هم طالبان دکندوز ښار په څنډو کې ناست، او هره دقیقه دبیا برید احتمال شته.


















