کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۱۱ وږی ، ۱۳۹۸ل)
دافغان سولې په اړه دامریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد نن طلوع تلویزون سره په یوه مرکه کې څرګنده کړې چې وسلوالو طالبانو سره موافقې ته رسېدلي دي.
خلیلزاد زیاتوي، دوی له اوږدو مذاکراتو وروسته طالبانو سره توافق رسېدلي چې ددوی لخوا صرف دامریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دسخط پاته دی.
خلیلزاد دخپلو ځواکونو دخروج موده ۱۳۵ ورځې یاده کړې، یاده موده کې به امریکا دافغانستان له پنځه نظامي اډو خپل سرتیري باسي.
ارګ نن دیوې اعلامیې په ترڅ کې څرګنده کړې چې خلیلزاد دګډ حکومت مشرانو سره په لیدنه کې دمذاکراتو جریان شریک کړی دی، سرچینې وایي، داجریان دتوافقنامې له ښودنې بغیر شریک شوی چې حکومت مشران یې اندیښمن کړي دي.


















