څارنوال حشمت عبیدی
چي کله مسلمان قاضي (صاري خضر) د مسلمانو د خلیفه او د قسطنطنیې د فاتح (محمد الفاتح) د لاس پرېکولو حکم صادر کړ!
سلطان (محمد فاتح) په اسطنبول کې د شانداره جامع #مسجد جوړولو حکم وکړ؛ یو رومي معمار چې نوم یې (إبسلانتي) ؤ او په تعمیر کي ډیر ماهر ؤ پدې وجیبه موظف شو ، د سلطان له اوامرو څخه یو دا ؤ چې د مسجد ستنې باید مرمر او ډیرې هسکې وي چې مسجد پرې شاندار ښکاره شي او د هسکوالی اندازه یې هم معمار ته ورکړه؛ خو رومي معمار د یو نامعلوم سبب له مخي ستنې قطع کړې (بې لدې چي سلطان ته خبر ورکړي او یا مشوره ورسره وکړي) کله چې سلطان ته دا خبر ورسید غصه یې وپارېده؛ ځکه چې دا ستنې په ډیر تکلیف پیدا شوې وې, اوس نو د سلطان په نظر له ګټې وتلې وې، د غضب په توپان کې یې د معمار د لاس غوڅولو امر وکړ، وروسته پښېمانه شو خو وخت تېر ؤ.
معمار لدې ظلمه ساکت نشو، د اسطنبول قاضي ته یې خپله قضیه پېش کړه، قاضي په شکایت اورېدنه کې تردد ونکړ او بې له ځنډه یې محکمې ته د سلطان د حاضرېدلو امر وکړ؛ سلطان هم د قاضي په اطاعت کي تردد ونکړ او په ټاکلي وخت محکمې ته حاضر شو؛ له حاضريدو سره د کښېناستلو ځای ته روان ؤ چې د قاضي له خوا ورته امر وشو چې باید له کښېناستلو تېر شي او له خپل خصم سره په څنګ ودرېږي؛
سلطان (محمد الفاتح) له رومي کارګر سره په څنګ ودرېد او قاضي د رومي شکایت واورېد; کله چي د سلطان د خبرو وخت راغی نو د رومي په دعوه یې اقرار وکړ او د قاضي حکم ته منتظر پاتي شو . قاضي له څه فکر کولو وروسته سلطان ته مخ کړ او ورته یې داسي وویل:
د شریعت د أوامرو مطابق لازمه ده چي ستا لاس د قصاص په توګه غوڅ کړای شي!!
د قاضي لدې پرېکړي سره رومي کارګر هیښ شو، هیبت ورباندي راغی؛ ځکه د ده په خیال کې نه راتله چې قاضي دي د ده د لاس په قصاص کې د قسطنطنې د فاتح او د مسلمانو د سلطان (محمد الفاتح) چي ټوله اروپا د ده له نومه په لړز کې وه) د لاس پرېکولو پرېکړه وکړي، د رومي معمار غټه هیله دا وه چې ده ته د لاس د تاوان مالي جبېره ورکړای شي خو دلته فیصله ډیره هېښونکې او هیبتناکه واورول شوه ؛ په ټیټ اواز یې قاضي ته وویل چې: له خپلې دعوې تنازل کوي او د مالي عوض تقاضا لري ځکه چې د سلطان لاس غوڅول ده ته هیڅ ګټه نه لري.
قاضي امر وکړ چي سلطان به رومي معمار ته (د هغه ضرر په سبب چي معمار ته یې رسولی) هره ورځ لس د سرو ټوکړې ورکوي، سلطان چې د لاس له غوڅېدلو خلاص شو د خوشحالۍ په خاطر یې لس نورې هم په ځان نذر کړې او ویې ویل چي هره ورځ به شل_شل د سرو ټوکړې ورکوم، ترڅو د بل وخت لپاره راته عبرت وي او بیا داسي ظلم ونکړم.


















