ځارنوال حشمت عبیدی
ماشوم ته دا مه واېه چي ډنګر یا چاغ یی.
ماشوم ته دا مه وایه ،چې کم جراته یا سست یی.
ماشوم ته د مه وایه چي تر تا هغه بل ماشوم ښه دې.
ماشوم ته دا مه وایه چي دغه کار ستا تر سویې لوړ دي.
ماشوم ته دا مه وایه چی مرګ، درد، یا ورک شه او داسی نور.
ماشوم ته دا مه وایه چي په کارو او درسو کې لټ یې.
ماشوم ته دا مه وایه چې مور یا پلار دا بدې ځانګړنې لرې.
ماشوم ته دا مه وایه چې تر تا هغه بل ورور یا خور راباندې ډیر ګران دی.
ماشوم ته دا مه وایه چې ته باید په راتلونکې کې د فلانی په څیر شې. ماشومانو ته دا مه وایه چې بد مې ایسې نور درنه ستړې او خسته شوی یم


















