کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱۲وږی، ۱۳۹۸)
د ایران ولسمشر حسن روحاني د تیر په څېر یو ځل بیا له امریکا سره د هر ډول خبرو پر مخ دروازه تړلې بللې ده.
نوموړي چې نن یې یوې غونډې ته وینا کوله ویلي چې له امریکا سره خبرو ته نه کیني او په وینا یې چې د خپلو حقوقو هر ډول دفاع ته تیار یو او کوو یې.
روحاني امریکا په اقتصادي ترهګرۍ تورنه کړې او زیاته کړې یې ده چې ترڅو امریکا له ایرانه ټول لګیدلي بندیزونه لرې کړي نه وي او اتومي هوکړې ته یې درناوی نه وي کړی، خبرې ورسره نه کوو.
د واشنګتڼ او تهران تر منځ له ډیره وخته تاوتریخوالی سره راپیل شوی، ایران د امریکا سخت بندیزونه ګالي.
امریکا ایران ته څو ځل د خبرو وړاندیز کړی خو ایران یې هرځل ردوي او وایي چې لومړی دې بندیزونه لرې شي، بیا به خبرې پیلیږي.
څو ورځې وړاندې هم حسن روحاني د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو پیل د امریکا توبه بللې وه، د ده په وینا چې له د امریکا له توبې سره سم به د دواړو هیوادونو ترمنځ خبرې پیل شي.


















