یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د محـــرم منکـــــرات!!

محمود نشرونکی: محمود
سپتمبر 3, 2019
کټګوریانې: اسلام پوهنه, مهم
0
16
ځلې شریک شوی
199
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

فقیه العصر مفتي اعظم رشيد احمد رحمه الله

ژباړن: قاري ارشاد الله عُقابي

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

بسم الله الرحمن الرحيم الْحَمْدُللهِ، نَحْمَدُهُ وَنَسْتَعِينُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ، وَنَعُوذُ بِاللهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا وَمِنْ سَيِّئَاتِ أَعْمَالِنَا، مَنْ يَهْدِهِ اللهُ فَلا مُضِلَّ لَهُ، وَمْنْ يُضْلله فَلَا هَادِيَ لَهُ، وَنشْهَدُ أَنْ لا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدُهُ لا شَرِيكَ لَهُ، وَنشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدَاً عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ صلَّى الله عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ اجمعين

اما بعد! فاَعوذُ بالله من الشيطن الرّجيم بِسمِ اللهِ الرَّحمٰنِ الرَّحِيم. كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۗ (ال عمرٰن ۱۱۰)

په ننني مجلس کې د محرم د مياشتې اړوند مهمې خبرې ذکر کوو چې له اولې پرته نورې ټولې خبرې منکرات او بدعات دي

۱- روژه نيول:- له ټولو نه ړومبی د روژې خبره کوم ځکه کوم څه چې سنت وي هغه ړومبی بيانول پکار وي سره له دې چې خواږه نور شيان دي. د شيطان بندګانو ته د شيطان په عبادت کې خوند زيات حاصليږي خو د اللهﷻ بندګانو ته د اللهﷻ په عبادت کې څو چنده زيات خوند حاصليږي او بعضې خلک دغه دواړه يوځای کول غواړي ته وا داسې پوهيږي. حج بھی کعبہ کا کیا اور گنگا کا اشنان بھی خوش رہے رحمن بھی راضی رہے شیطان بھی ژباړه: د کعبې حج مې هم وکړ او د ګنګا په درياب کې مې هم ولامبل رحمن دې هم خوشحال وي شيطان دې هم راضي وي. خو دا د دوی غلط فهمي ده د دواړو په راضي کولو شيطان خو به راضي شي خو رحمٰن به راضي نه شي اللهﷻ خو به هلته راضي کيږي چې لاالٰه اِلَّاالله وئيلو سره د دې په ټولو تقاضو عمل وکړې او هيڅوک د ده په عبادت کې شريک نکړې او شيطان نه غواړي چې د رحمٰن عبادت دې بيخي پرېږدې هغه خو فقط دومره غواړي چې يوڅه د ده عبادت هم وکړې. بهرحال په دې ورځو کې له سنتو نه فقط يو عبادت ثابت دی او هغه روژه ده رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَآلِهِ وسلم فرمايلي دي چې د لسم محرم روژه ساتل دومره لوی ثواب لري چې دې سره به د تير شوي يو کال ګناهونه وبخښل شي محدثين رحمه الله فرمايي چې له دې مراد صغيره ګناهونه دي کبيره ګناهونو لپاره توبه ضروري ده. يو چا اويل چې يا رَسُولُ الله په دغه ورځ يهوديان هم روژه ساتي نو رسول الله ورته وفرمايل که چېرته راتلونکي کال زه ژوندی وم نو يوه روژه به ورسره بله هم لرم ځکه له لسمې سره يوه روژه بله هم ساتل پکار دي نهمه يا يولسمه

۲- د محرم حقيقت :- د منکراتو په اصلاح کولو کې خبره له دې ځای نه کوو چې دغه مياشت محترمه او معظمه ده که منحوسه؟ شيعه ګان دغه مياشت منحوسه ګڼي او لامل يې دا دی چې د دوی خواته شهادت ډېر منحوس شی دی نو ځکه حضرت حسين رضی الله عنه په دغه مياشت کې شهيد شوی ځکه شيعه ګان په دې مياشت کې کومه خوشحالي او ودونه وغيره نه کوي خو د مسمانانو خواته دغه مياشت محترمه معظمه او فضيلت لرونکې ده د محرم معنیٰ هم محترم، معظم او مقدس دی. په عامه توګه خيال دا دی چې دغه مياشت ځکه فضيلت لرونکي ده چې حسين رضی الله عنه پکې شهيد شوی خو دا خيال غلط دی دې مياشتې ته له اسلام نه مخکې هم فضيلت حاصل وو حضرت موسیٰ عليه السلام او بني اسرائيلو ته په دغه مياشت کې له فرعون نه نجات ميلاو وو په دغه نعمت د دغې ورځې د روژې حکم وشو نور هم د فضيلت ډېر کارونه پکې شوي دي البته داسې به وايو چې د حضرت حسين رضی الله شهادت ته ډېر فضيلت د دغې مياشتې لاامله ميلاو شوی هر کله چې دا ثابته شوه چې دغه مياشت د فضيلت مياشت ده نو په دې کې نيک کارونه ډېر زيات کول پکار دي نکاح وغيره او د خوشحالۍ کارونه په دې کې واده کولو کې به برکت زيات وي خو دا به ځکه يوه غټه خبره وي چې له مودو راهيسې غلطو خبرو په زړه کې ځای کړی د سلو کالو د “رام” اثرات دومره زر نه اصلاح کيږي

۳ – د حضرت حسين رضی الله عنه شهادت :- د حسين رضی الله عنه د شهادت حادثه که ډېره هم دردمنه ده خو بياهم شيعه ذهنيت له حد نه زياتی کړی ده د عامو خلکو په دماغو کې يې دا غلطه خبره ورکينولې ده چې په دنيا کې د حسين رضی الله عنه د شهادت نه پرته بله کومه دردمنه حادثه نده شوي آن داچې له دې نه څو چنده دردمنې، وحشتناکې او د مظلوميت بې شمېره واقعې شته لکه مثلا د حضرت عثمان رضی الله عنه شهادت وګورئ د دفاع پوره توان يې لرلو خو بيا هم په څومره ستر ظلم يې په څومره صبر او استقامت سره ځان قربان کړ آيا په دنيا کې د دې کوم مثال شته؟ خو مسلمانان د رسول الله د دې مظلوم خليفه له مظلوميته دومره ناخبره دي لکه دغه فرش او عرش لړزوونکې غميزه چې بيخي شوې هم نه وي آيا تاسې کومه ژبه د مظلوميت د دغه داستان په بيانلو، د کوم غوږ دغې خواته توجه، کوم قلم د دغې غميزي په ليکلو، کومې سترګې د تاريخ په پاڼو د دې حادثې د تفصيل په کتلو، په دغه مظلوميت د چا د زړه درد او کومې سترګې په اوښکو لمدې ليدلي؟ له دې زيات د رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلَّمَ مبارکې پښې په وينو لت پت کېدل، غاښونه مبارک شهيدانېدل، څېره مبارکه زخمي کېدل او له دې نه تم کيدونکي وينه بهېدل له ګوتو نه وينه بهېدل او د ډېرو انبياءکرامو شهيدانېدل د دنيا د ټولو اولياءکرامو وينه د نبي عليه السلام د يوې قطرې وينې برابره نده خو دلته بيا ژبې، غوږونه، قلمونه، نظرونه، زړه او سترګې ټول په يوه کيسه مست دي نه د بل کوم صحابي شهادت په شمار کې نه د کوم نبي، سوچ وکړئ چې دا د شيعت زهر ندي نو نور څه دي؟

۴ – حضرت حسين رضی الله عنه ته د امام ويلو حيثيت :- د “امام” توری د اهلِ حقو خواته هم کارول کيږي او شيعه ګانو خواته هم د اهل حقو خواته د دې معنیٰ پيشوا، رهبر او مقتدا دی او د شيعه ګانو خواته امام عالم الغيب او معصوم وي د دوی خواته د امام درجه د نبيانو نه زياته وي. جوته ده چې د دغه لفظ په کارولو کې مونږ خو د اهل حقو معنیٰ ترې اخلو او په دغه اعتبار ټول صحابه، تابعين اولياءالله او علماء امامان دي ځکه امام ابوبکر ، امام عمر ، امام عثمان ، امام علي ، امام ابوهريرة رضی الله عنهم ويل پکار دي رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلَّمَ فرمايلي: النجوم امنة للسمآء و اصحابي امنة لامتي ـ زما صحابه د ستورو په شان دي ټول په ټوله امامان دي د چا چې غواړئ اقتدا وکړئ په هرستوري کې رڼا ده کوم نه چې غواړئ رڼا حاصله کړئ ټول صحابه امامان ياد کړل شوي په دغې معنې سره ټول صحابه او ټول تابعين او ټول عالمان هم امامان دي. د سوچ خبره ده چې خلک امام ابوبکر نه وايي امام عمر نه وايي امام حسن او امام حسين وايي معلومه شوه چې په مسلمانانو کې دغه اثر له کوم بل چا راغلی دا پر مسلمانانو د شيعه ګانو اثر شوی که چېرته اهل حق علماوو دغو حضراتو ته امام ويلي نو هغوی په صحيح معنا امام ورته ويلي خو بياهم د غلطۍ اشتباه شته پکې ځکه له دې نه ډډه پکار ده حضرت مهدي ته امام ويل هم د شيعت اثر دی .

۵ – د عليه السلام اطلاق :- دغه شان د دوی لپاره عليه السلام هم هغه خلک کاروي چا چې د انبياو درجه ورکړي له دې هم ډډه پکار دی څنګه چې نورو صحابه کرامو سره د عزت او احترام معامله کولی شي همدغه معامله دغې حضراتو سره هم پکار ده څنګه چې حضرت ابوبکر ، حضرت عمر او نورو صحاباوو نومونو سره رضی الله عنه ليکل کيږي او ويل کيږي همداسې همدغه د دعا توري دې حضرت حسين رضی الله عنه سره ويل او وليکل شي

۶ – د مسلمانانو په نومونو کې د شيعت اثر :- د مسلمانانو په نومونو کې هم د شيعت اثر دی لکه څنګه چې اصلي نوم سره د برکت لپاره محمد او احمد ميلاوولو رواج دی همداسې ورسره د علي، حسن او حسين ميلاوولو رواج هم دی. صديق، عثمان، او د بل کوم صحابي نوم د برکت لپاره خپل نوم سره د ميلاوولو رواج نشته د غلامئ نسبت هم علي، حسن او حسين خواته خو کيږي خو د بل کوم صحابي څوک سوچ هم نشي کولی په ښځو کې د کنيزِفاطمه نوم خو شته خو خديجه، عايشه او د پيغمبر د نورو بيبيانو رضی الله عنهن وينځه چيرته هم نه اورېدل کيږي له دې نه هم وروړاندې الطاف حسين، فضل حسين او فيض الحسن غوندې شرکي نومونه هم په مسلمانانو کې ميلاويږي.

۷ – په محرم کې د ايصال ثواب لپاره خوراکونه پخول :- د محرم په مياشت کې بيا خاص د محرم په نهم، لسم او يولسم باندې خوراک پخيږي او د حضرت حسين رضی الله عنه روح ته ثواب بخښل کيږي دغه طريقه غلطه ده د ايصال ثواب ټولو نه غوره او افضله طريقه دا ده چې تر خپله توانه نغدې پيسې په کوم ښه کار کې ولګوي يا يې کوم مسکين ته ورکړي دغه طريقه ځکه افضله ده چې په دې سره مسکين هر حاجت پوره کولی شي او که نن يې کوم حاجت نه وي نو سبا لپاره يې سنبالوی هم شي او دغه صورت له ريکارئ نه هم پاک دی په حديث کې د پټې صدقې دا فضيلت راغلی چې د قيامت په ورځ به اللهﷻ داسې سړي ته د خپل رحمت د سيورې لاندې ځای ورکوي او بل سيوری به نه وي له ګرمۍ نه به خلک په خولو کې ډوب وي د فضيلت په لحاظ سره دوهم صورت دا دی چې مسکين ته د هغه د حاجت مطابق صدقه ورکړل شي د هغه ضرورت وکتل شي او پوره کړای شي دا د ايصال ثواب صحيح صورتونه دي اوس د مروجه طريقې قباحتونه واورئ.

(۱) کومو روحونو ته چې ايصالِ ثواب کولی شي. که هغه د ګټې او تاوان مالکان بلل شوي وي نو دغه شرک دی او داسې خوراک مَااَهَلَّ لِغَيرِالله بِه کې داخل دي او قطعي حرام

(۲) عموما د خلکو دا خيال دی چې کوم څه چې په صدقه کې ورکولی شي مړي ته خاص هم هغه څه ميلاويږي دغه خيال بيخي باطل او لغو دی مړي ته کوم څه نه ميلاويږي البته ثواب ورته ميلاويږي ” لَن يَنَالَ اللهَ لُحُومُهَا ولا دِمَاءُها ولٰکن يَنَالُهُ التقویٰ ” کې روښانه دی چې اللهﷻ ته غوښه وغيره نه وررسي البته ثواب وررسيږي.

(۳) په ايصال ثواب کې له خپله ځانه دا شرائط لګول شوي د صدقې ټاکل شوی صورت يعنې خوراک، ټاکل شوې مياشت، ټاکل شوې ورځ حال داچې شريعت د دې شيانو وخت او صورت نه دی تعين کړی.کله چې ته وغواړې چې صدقه وکړې کولی يې شې د شريعت له خوا په ورکړل شوي آزادۍ باندې له خپله ځانه بنديزونه لګول سخته ګناه او بدعت دی بلکه د شريعت ټکر دی.

۸ – د شهادت کيسې اورېدل او بيانول :- په دغه مياشت کې د نورو خرافاتو تر څنګ يو دا هم دی چې مجلسونه او جلسې کيږي چې پکې د شهادت کيسې اورولی او بيانولی شي په دې کې يوه ګناه خو دا ده چې اهل باطلو سره مشابهت راځي چې شرعًا منع شوی حال دا چې د لسم محرم د روژې په اړه چې رسول الله مبارک ته اوويل شو چې دغه روژه خو يهود نيسي نو وه يې فرمايل چې يوه روژه ورسره بله ميلاؤ کړي نهمه يا يولسمه په عبادت کې يې هم د مشابهت اجازه ونکړه. په دغه مجلسونو کې بل قباحت دا دی چې د شهادت په قيصو سره زړه غمجنوي او ډار پيدا کوي او په مسلمانانو کې ډار د اسلام د تقاضو خلاف دی اسلام غواړي چې د مسلمانانو همت لوړ وي همدغه وجه ده چې په قربانۍ کې داسې حکم شوی چې پخپل لاس يې حلالوئ کنه د حلالولو په وخت دې حاضر وي په دې کې هم دغه حکمت دی چې همت دې لوړ وي او زړه دې قوي وي ښکاره خبره ده کوم سړی چې په خپلو سترګو د څاروي حلاله نشي کتلی هغه به دښمن څنګه اووژني؟ د اسلامي کال پيل دې له کوم ځايه وشي؟د ټولو پر دې اتفاق دی چې هجرت نه دې د اسلامي کال پيل وشي په دې کې هم دغه حکمت دی چې په هجرت سره به د مسلمانانو حوصله لوړه شي او د دين په خاطر به پکې د محنت او مشقت زغملو جذبه پيدا شي د دې برعکس په ميلاد سره ابتداء کې په لهو لعب کې د مشغولتيا او غفلت خطره وه او په وفات سره پيلولو کې د غم او ډار خطره وه د بدر په غزا کې د کافرانو اويا ۷۰ سرداران اووژل شول خو نورو سردارانو په مکې کې اعلان وکړ چې خبرادر څوک ونه ژاړي او نه ماتم وکړي نو په دغه خبره عمل وشو او دغه حکم ځکه ورکړلی شو چې ډار پيدا نشي. نورې دغه د ژړاګانو مړاګانو کيسې چې په دغه مياشت کې اورولی شي اکثر غلطې دي ځکه د دې اورېدل هسې هم روا نه دي په تاريخ د شيعه ګانو تسلط د دغو تقيه بازانو په مسلمانانو کې ورننوتل او د من ګهړته “له ځان نه جوړشوي” رواياتو خپرول او د مسلمانو د رسول الله د کورنۍ سره د محبت او عقيدت په وجه د مظلوميت هر داستان صحيح ګڼل دا ټول داسې کارونه دي چې د دې له وجې د شهادت د کيسې صحيح حقيقت معلومول ناممکن دي آن تر دې چې په ظاهره د معتبرو او مستندو کتابونو ذکر شوی تفصيل هم د اعتماد وړ نه دی د اکثرو رواياتو په خپل منځ کې د تضاد او د شرعي اصولو د مخالفت له وجې يقينًا چې غلط دي بلکې فقط د شهادت نه پرته د دې کيسې د تفصيل کې چېرته يوه جزئيه داسې وي چې په صحت يې پوره اعتماد وکړل شي چاچې د رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلَّمَ د ځيګر ټکړه په شهادت رسولي هغوي په دې حقيقت پرده اچولو او حقيقت مسخه کولو لپاره له ځانه د دروغجن رواياتو په جوړولو کې له ځانګړي مهارته کار اخيستی.

۹ – د تعزية جلوس او د ماتم مجلس کتل :- په دغه ورځو کې د مسلمانانو يو لوی شمار د ماتم مجلس او د تعزية جلوس نندارې ته جمع کيږي په دې کې ډېر ګناهونه دي يو داچې د صحاباو او د قران د دښمنانو مشابهت دی د رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلَّمَ ارشاد دی “مَن تَشَبَّهَ بِقَومٍ فَهُوَ مِنهُم ” چا چې د کوم قوم مشابهت وکړ هغه د دغه قوم نه ګڼل کيږي. د “هولي” ( د هندوانو د ځانګړی خوشحالۍ نوم) په ورځ کې يو بزرګ روان وو هسې په ټوکو کې يې په يو خره د پان پاکټ( د خوراک يو شئ دی) کېښود او اويې ويل چې په تا باندې څوک رنګ نه شيندي درواخله زه درباندې رنګ شيندم د مرګ نه پس په همدغه عمل ونيول شوو او عذاب کې ګرفتار شو. دوهمه ګناه يې دا ده چې دې سره د اسلام د دښمنانو ښکلا زياتيږي او د دښمن شان شوکت زياتول سخته ګناه ده رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلَّمَ فرمايلي چې “مَن کَثَّر سواد قومٍ فهو منهم ” چا چې د کوم قوم زينت ورزيات کړ هغه د هغوی څخه دی دريمه ګناه يې دا ده لکه څنګه چې د عبادت کتل ثواب دی همداسې د ګناه کتل ګناه ده يو وار صحاباو رضی الله عنهم د جهاد مشق کولو نو حضرت عائشې رضی الله عنها د دوی د عبادت کتلو خواهش ښکاره کړ رسول الله مبارک ورته د پردې ترتيب برابر کړ پخپله ودرېدو او عائشه رضی الله عنها يې شاته په پرده کې ودرېده او د رسول الله له اوږو څخه يې ورکتل کله چې عائشه رضی الله عنها له دغه عبادت ښه خوند واخيست او کښېناستله نو رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلَّمَ هم له هغه ځايه لرې شوو مطلب داچې عبادت ته کتل هم عبادت او ګناه ته کتل هم ګناه ده. څلورمه ګناه پکې دا ده چې دغه ځای کې د اللهﷻ غضب رانازيليږي او د غضب ځای ته تلل سخته ګناه ده يو ځل رسول الله مبارک او صحابه په داسې ځای تېريدل چې په هغه ځای د اللهﷻ عذاب نازل شوی وو رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلَّمَ په خپل سر څادر واچوو او سوارلۍ يې تيزه کړه او په دغه ځا تيز تېر شو کله چې سيدالاولين والاخرين رحمة للعلمين حبيب رب العلمين د عذاب د ځای نه د ځان ساتلو دومره اهتمام کوي نو د عام خلکو به څه حشر وي د سوچ خبره ده که چېرته د اللهﷻ په دښمنانو د الله عذاب نازل شو نو آيا تماشه کونکي مسلمانان به ترې بچ شي؟ هيڅکله نه! بلکې د آخرت په عذاب کې به ورسره هم شريک وي اللهﷻ دې مونږ له داسې بدو اعمالو نه وساتي کوم چې مونږ د عذاب مستحق جوړوي

۱۰ – د لسم محرم رخصتۍ کول :- په دې ورځ د رخصتۍ(تعطيل، رخصتي) کولو ډېر قباحتونه دي يو خو د شيعه ګانو سره تشبه ده بلکې له دې زيات داچې د دوی تائيد پکې کيږي او دوی ته تقويت حاصليږي. دوهم قباحت يې دا دی چې په دغه ورځ شيعګان خپل مذهب لپاره ډېر زيات مشقت او محنت ښکاره کوي او د دې برعکس مسلمانان خپل ټول ديني او دنيوي کارونو ته رخصتۍ ورکړي او خپله بې همتي او بې کاري ښکاره کوي. دريم قباحت يې دا دی چې د رخصتۍ له وجې اکثر خلک فارغ وي بيا د ماتم او د تعزية جلسو او جلوسونه ته ځي او د دې ګناهونه په ۹ نمبر کې بيان شوي دي.

۱۱ – په لسم محرم باندې په خپلې کورنۍ د رزق زياتوالی کول :- حديث شريف کې دي چې څوک په دغه ورځ په خپلې کورنۍ د رزق زياتوالی وکړي نو ټول کال به يې رزق فراخ وي “مَن وَسَع علی عیالِه يوم عاشوراء وسع الله علیه السنة کلها ” مشهورو محديثينو دغه حديث غيرِثابت ګڼلی فرض کړه که ثابت هم شي بياهم ترې ځکه ډډه کول پکار دي چې خلک يې ثواب ګڼي حال داچې شريعت کې ورته ثواب نه دي ويل شوي نو د ثواب په ګڼلو کې به ترې بدعت جوړ شي “کلُّ بدعة ضلالة و کل ضلالة في النار ” که څوک اووايي چې زه خو دغه کار فقط د رزق زياتوالي لپاره کوم د ثواب لپاره يې نه کوم نو مونږ ورته وايو چې ستا په دې کار سره د هغې خلکو تائيد کيږي څوک يې چې ثواب ګڼي په داسې وخت کې د فقهې د قاعدې مطابق د دې پرېښودل واجب دي نو ځکه حکم شوی چې ” اذا تردد الحکم بين السنة و بدعة فترکه واجب ” کله چې په سنتوالي او بدعتوالي کې شک وي نو پرېښول يې واجب دي او دلته خو د سنت او بدعت خبره نده بلکې د جائز او بدعت خبره ده دلته خو بطريق اولی ترک کول واجب دي. له دې نه علاوه د رزق د وسعت نورې هم ډېرې نسخې شته چې غټه نسخه پکې ګناه پرېښول او استغفار دی دغه نسخه مجربه ده او د قرآن او حديث له نصوصو نه ثابته ده خلک دا نسخه پريږدي او د خوراک نسخه خوښوي خبره دا ده چې د خوراک نسخه خوږه ده او دا ترخه ده خو ياد ولرئ هر کله مو چې د اللهﷻ د نافرمانۍ او د ګناهونو ژوند نه توبه نه وي کړي هيڅ نسخه هم پکار نه راځي. (د شعرونو ژباړه) يو څوک مو شپه ورځ په آه او فرياد کې مشغول ومونده، يو څوک مو رنګ رنګ فکرونوکې هر ځل سرګردان ومونده، يو څوک مو له آسمان د لاندې غمزده ونه مونده، بس يو مجذوب مو د غم په کور کې خوشحال ومونده، له غمونو چې بچ کېږم نو ستا ديوانه دې شم. اللهﷻ دې مونږ ټولو ته د دين صحيح پوهه او کامله اتباع راپه برخه کړي حال داچې د ذکر شويو منکراتو تعلق د محرم د مياشتې سره دی او عذاب يې هم په همدغو زيات دی ځکه مو د دې مجموعې نوم هم ” منکراتِ محرم “خوښ کړ اللهﷻ مو دې له ټولو ګناهونو محفوظ وساتي او خپل او د خپل محبوب په محبت او اطاعت مو دې ونازوي.

و صلّ اللٰهمّ و سلّم علٰی عبدك و رسولك محمّد و على اله و اصحابه اجمعين والحمد لله ربّ العلمين

لوی ټکي: شهادتفضيلتمحرممنکراتمياشت
مخکینې مطلب

روحاني: له امریکا سره خبرې نه کوو، د خپلو حقوقو هرډول دفاع ته تیار یو

بل مطلب

کابل: دتېرې شپې برید بهرنیو ځواکونو ته میلینونه ډالره زیان اړولی دی

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

وروستي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com