کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۱۲ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د فساد پر وړاندې دګډحکومت د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ټاکنیزو کمیسیونو لس پخواني کمیشنران هر یو په پنځه پنځه کاله بند محکوم کړل.
د رسنیو د راپورونو له مخې د فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز نن په یوه علني محاکمه کې د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني کمیشنران د یوه نوماند صالح محمد صالح د رایو د بدلون او دغه راز له وظیفوي صلاحیتونو د ناوړه ګټه اخیستنې په تور محاکمه کړل.
محکمې د ټاکنیزو کمیسیونونو د رییسانو په ګډون لس کمیشنران په پنځه پنځه کاله تنفیذي بند محکوم کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی رییس عبدالبدیع صیاد او ددغه کمیسیون پخواني کمیشنران هر یو معاذ الله دولتي، رفیع الله بیدار، قادر قریشي، سید حفیظ الله هاشمي، ملیحه حسن او وسیمه بادغیس، د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون رییس عبدالعزیز اریايي او کمیشنران یې، هر یو بصیر فایر او حمیرا حقمل د هغو لسو کسانو له ډلې دي چې په پنځه پنځه کاله بند محکوم شوي دي.
محکمې د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا پخواني رییس احمد شا زمان زي او د کمیسیون د معلوماتي تکنالوژۍ رییس سید ابراهیم سادات ته برات ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پخواني کمیشنیران غلام دستګیر هدایت او غلي رضا روحاني په دې قضیه کې دخیل نه وو.
دا لومړی ځل ندی چې دحکومتي لوري مهم پوست په لوړه سویه دفساد په تور تورنیږي او محاکمه کېږي، تر دې وړاندې هم ډېری چارواکي دفساد او نورو قضیو په تور محاکمه شوي او ځینې یې لا د زور واکۍ پر اساس محاکمې ته حاضر شوي هم ندي.


















