د چابهار بندر له لارې په لومړي ځل شل ټنه انګور هند ته وليږل شول

کابل ټکی کام (۱۳۹۸، وږی ۱۳، چهارشنبه)
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت په لومړي ځل د چابهار بندر له لارې هند ته د شل ټنه انګورو د ليږد خبر ورکوي.
د یاد وزارت ویاند سمير رسا وايي، دا یوه ازمايښتي دوره وه چې په یوه اوونۍ کې يې ټولې چارې بشپړې او ممبۍ ته انګور ولیږل شول په خبره يې له هوايي دهليزونو وروسته له دې لارې د تازه ميوو د صادراتو تجربه ګټوره ده او دا لړۍ به روانه .
په عین حال کې چارواکي وايي، سږ کال د ډير ورښت له کبله په هلمند او کندهار کې د انګورو حاصلاتو کې تر شل سلنه زياتوالی راغلی دی.
ایران، افغانستان او هندوستان په ۲۰۱۶کال کې له چابهار بندر د سوداګريز توکو تړون لاسلیک کړ او د افغانستان لپاره د سمندر له لارې دغه بندر د نړيوالې سوداګرۍ تر ټولو نږدې لار بلل کيږي.



