پکتيا: د احمد اباد ولسوالۍ امنيه قومندان ووژل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۳، چهارشنبه)

د پکتيا ولايت د احمد اباد ولسوالۍ امنيه قومندان څارمن حسن خېل په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
چارواکي وايي، د نوموړ پر موټر تيره شپه د ګزمې پر مهال چاودنه شوې چې څارمن حسن خيل پکې ځای پر ځای وژل شوی او یو بل پوليس ټپي دی.
د پکتيا د امنيې قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم پيښه تاييدوي.
حسن خيل له تيرو درېيو کلونو راهيسې د يادې ولسوالۍ امنيه قومندان و او تر دې مخکې يې هم په بيلابيلو ولسواليو کې د امنيې قومندان په توګه دندې ترسره کړي.
تر اوسه د بريد مسؤوليت چا نه دی منلی خو په پکتيا کې طالبان وسله وال فعاليت لري چې په چارواکو او پوليسو د چاودنو او بريدونو مسؤليت په غاړه اخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button