روسيې یو ځل بيا؛ د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون تضمين ته چمتووالی وښود

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۴، پنج شنبه)

روسيې یو ځل بيا ويلي، چې دوی چمتو دي څو د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون ضمانت وکړي.

دا څرګندونې پرون چهارشنبه د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخرووا یوې خبري ناستې ته وکړې.

زخرووا وويل، روسيه له خپل اړخه چمتوو ده څو د یاد تړوند پلي کيدو په برخه کې د یوه ضامن په توګه رول ولوبوي.

تر دې مخکې هم روسيې د طالبانو او امريکا تر منځ د سولې تړون ته د ضامن په توګه د چمتووالي غږ کړی و او وړمه ورځ د دغه هيواد د بهرنیو چارو مرستیال وزير ایګور مورګلوف ویلي و، امريکا او طالبان په دې ټينګار لري چې روسيه دې د سولې تړون پر مهال په رسمي بڼه حضور ولري.

نوموړي ويلي و چې د دغه تړون پر مهال به نه یوازې روسيه بلکې ځينې نور هيوادونه هم شتون ولري.

درې ورځې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي و چې طالبانو سره يې هوکړه بشپړه کړې، یوازې د ټرمپ لاسليک ته انتظار دی چې نوموړی پر دغه هوکړه لاسليک وکړي.

دا مهال د افغان سولې لپاره د امريکا استازی خليلزاد په کابل کې دی او له افغان حکومتم سره پر سلا مشورو بوخت دی.

تيره ورځ امریکايي ټایم مجلې په یوه مطلب کې ليکلي و چې  یاد  تړون اشرف غني قبول کړی، د خلیلزاد او غني ترمنځ پرې غالمغال هم رامنځته شوی او خليلزاد ورته ويلي چې له مجبورۍ دغه تړون مني ځکه چې افغان حکومت جګړه بايللې ده.

د سولې په برخه کې د امریکا استازي زلمي خليلزاد ويلي، پر یادې هوکړې د ټرمپ له لاسليک وروسته به عملي چارې پيلېږي او په ۱۳۵ ورځو کې به له پنځو اډو څخه ۵۴۰۰ امريکايي پوځيان له افغانستانه ايستل کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button