کابل کې د بهرنيو ځواکونو پر موټريز کاروان موټربم برید شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۴، پنج شنبه)

نن د وږي مياشتې په څوارلسمه نيټه د پنج شنبې په ورځ د کابل ښار نهمې حوزې مربوطاتو کې د بهرنيو ځواکونو پر موټريز کاروان موټربم برید شوی چې طالبانو يې مسؤوليت په غاړه واخيست.

د کورنيو چارو د وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، دغه بريد د لس بجو په شاوخوا کې د ټونس ډوله موټر څخه په استفاده د لومړيو مکرویانو عمومي سړک د عبدالحق څلور لارې ته څيرمه ترسره شوی دی.

د کورنيو چارو وزارت وياند په دې اړه له ډيرو جزياتو ورکولو ډډه کړې په وينا يې سيمې ته امنيتي ځواکونه رسيدلي دي.

طالبانو د بريد مسؤوليت منلی وياند يې ذبیح الله مجاهد څو شيبې مخکې په خپله رسمي ټويټر پاڼه وليکل، دغه برید د استخباراتو د چهل رياست په نظام قرول کې د بهرنيو ځواکونو په موټريز قطار ترسره شوی دی.

د مجاهد په خبره، ” نن لس بجې د کابل ښار ۹ حوزه کې د کابل ادارې د استخباراتو د ریاست چهل په نظام قراول کی د بهرنیو اشغالګرو په هغه قطار فدايي برید وشو چې دغه ریاست ته داخلیده”.

نوموړی زياتوي، په برید کې د بهرنيانو درې لنډکروزل موټر بشپړ ویجاړ شوي، دولس بهرني اشغالګر او اته تنه د ملي امنيت کارمندان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا درې ورځې مخکې د کابل ښار په قابل بای سيمه کې د بهرنيانو پر يوه کمپ (ګرين ویلج) کې هم د طالبانو له خوا موټربم او وسله وال برید ترسره شو چې په وينا يې ګڼو بهرنيو او دولتي عسکرو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

مربوطه مطالب

Back to top button