نن ورځ د انټرنيټ پر مخ ډیری خلک ټولنیزي شبکې یا د اړیکو لپاره د ایمیل څخه استفاده کوي خو دغو ټولو ته پټ نوم یا پاسورډ ورکول کیږي، د پټ نوم یا پاسورډ خوندي ساتل یو له مهمو برخو ګڼل کېږي، ځکه څومره چې پاسورډ خوندي وي، په هماغه کچه د کاروونکي مالومات خوندي ساتل کېږي.
خو اوس د انټرنيټ تر ټولو مشهور لټون ماشین ګوګل خبرداری ورکړ چې په نړۍ کې اوس هم داسې کسان شته چې هغه پاسورډ کاروي چې مخکې غلا شوی دی.
ګوګل په یوه خپور شوي راپور کې ویلي، دوی دا مالومات له ګوګل کرومه تر لاسه کړي او هکرانو چې د دې براوزر له لارې څومره پاسورډونه غلا کړي، هغه اوس هم ډېر خلک کاروي.
راپور زیاتوي، دا کسان چې غلا شوي پاسورډونه کاروي، ګوګل کروم ورته په ځلونو خبرداری هم ورکړی دی چې مالومات او ډېټا یې په خطر کې ده، خو دوی بیا هم هماغه غلا شوي پاسورډونه کاروي.
ګوګل وايي، د دوی مالومات ښيي چې څه باندې ۸۱ زره کاروونکي د ناپامې او ټنبلې له کبله غلا شوي پاسورډونه کاروي چې دا د دوی انلاین یا پر لیکه نړۍ محرمو مالوماتو ګواښ پېښولای شي.
سي اِن اِن په یو بل راپور کې د پټ نوم یا پاسورډ هغه لېست خپور کړي چې نن ورځ نړۍ کې ډیر استعمالیږي.
1. 123456
2. 123456789
3. qwerty
4. password
5. 111111
6. 12345678
7. abc123
8. 1234567
9. password1
10. 12345















