کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۱۴ وږی ، ۱۳۹۸ل)
دافغان قضیې د حل په موخه دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دنهم پړاو مذاکراتو وروسته له یوشمېر سیاسیونو سره لیدلي.
نوموړي دحامد ګیلانۍ په مشرۍ ځینې سیاسیونو سره د راتلونکي په اړه سلا مشورې کړي، او کړيو پرمختګونو په اړه یې معلومات ورکړي.
نږدې درې ورځې وړاندې زلمي خلیلزاد طلوع تلویزون سره په یوه مرکه کې وویل چې دواړه لوري هوکړې ته نږدې شوي، چې فقط دامریکایي ولسمشر دسخط پاته دی.
بل لور ته بیا دحکومتي مشرانو له څرګندونو دسولې ضد شعارونه رسنیز کیږي، طالبانو سره شوي توافقات دملي او ډیمکراسۍ قوانینو نقض معرفي کیږي، اوپر وړاندې یې خنډونه ایجادیږي چې دې کار اندیښنې راپارولي.
















