کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۱۴ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د ولسمشرغني په مشرۍ د دولت ساز ټاکنيز ټيم لومړي مرستيال امرالله صالح بین الافغاني مذاکراتو ته تلونکی پلاوی بې صلاحیته اعلان کړی دی.
صالح ويلي، چې طالبانو سره د سولې راتلونکو بين الافغاني مذاکراتو ته ،له افغانستان څخه تلونکی پلاوی به ،يوازې د خبرو او نظرونو د تبادلې حق ولري او ددغه پلاوي پريکړې د عملي کيدو وړ نه دي او مشروعيت به و نه لري.
دغني او صالح وروستۍ څرګندونې دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد او حکومتي لوري ترمنځ د پېچلیو اختلافاتو ښکارندویي کوي.
یوشمېر سرچینو خبر ورکړی چې حکومتي لوری طالبانو ته داسلامي امارت په نام کارونې اونورو اصطلاحاتو اندیښمن دی، اوغواړي چې طالبانو سره دتېر په څېر دیوې کوچنۍ ډلې په څېر تعامل وشي نه من حیث النظام.

















