(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۶، شنبه)
د قطر په مرکز دوحه کې یو ځل بيا د طالبانو او امريکايي لوري تر منځ د مذاکراتو خبر ورکړل شوی دی.
پرون د جمعې په ورځ د الجزيرې خبري شبکې خبر ورکړ چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قومندان سکاټ ميلر په یوه نا اعلان شوي سفر له کابل څخه دوحې ته رسيدلي دي.
تازه په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند ښاغلي شاهين ويلي، چې امريکايي لوري سره مجلسونه کړي چې مثبت او ښه پرمختګ پکې شوی دی.
د ښاغلي شاهين په وينا: “پرون مو له امریکایې لوري سره د شپي تر دوه نیمو بجو مذاکراتي مجلس درلود او نن ماښام محترم ملا برادر اخند او ورسره هئیت یې له ډاکتر زلمي خلیلزاد، جنرال میلر او د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره ګډ مجلس لاره، دواړه مجلسونه مثبت و او ښه پر مختګ وشو”
طالبانو او امريکا څو ورځې مخکې نهم پړاو خبرې پای ته ورسولې او دواړو خواوو وويل چې مذاکرات نهايي شوي یوازې لاسليکونه پاتې دي چې په هغې هم کار روان دی.
له نهم پړاو مذاکراتو وروسته زلمي خليلزاد په یوه مرکه کې ويلي و که ډونالډ ټرمپ پر یاده هوکړه لاسلیک وکړي نو په لومړي جوپه کې به په ۱۳۵ ورځو کې به په افغانستان کې له خپلو ۵ پوځي اډو څخه ۵۴۰۰ امريکايي ځواکونه اوباسي.


















