(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۶، شنبه)
د ۲۰۷ظفر قول اردو مسؤولين وايي، پر یوه افغان پوځي بهرنيو ځواکونو ډزې کړي چې باوري سرچينو يې د وژل کيدو خبر ورکړی دی.
د یادې قول اردو ویاند عارف رضايي وايي، یاده پيښه نن سهار رامنځته شوې به خبره يې بهرنيو ځواکونو پر يوه سرتيري ډزې کړي چې نوموړی پر پښه زخمي شوی دی.
که څه هم د قول اردو مسؤولينو د سرتيري وژل کيدل رد کړي او په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي خو باوري سرچينې وايي چې نوموړی سرتيری د بهرنيو په ډزو وژل شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې بهرنيان پر خپلو وسلو د اردو سرتيري هدف ګرځوی بلکې تر دې مخکې هم ورته ډول پيښې رامنځته شوي او آن په کوماندو، ملي اردو او پوليسو د بهرنيو ځواکونو له خوا هوايي بريدونه هم شوي چې هغوی ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.


















