صلاح الدین رباني اسلام اباد ته رسیدلی

کابل ټکی کام( شنبه، ۱۶وږی، ۱۳۹۸)

د هیواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته رسیدلی دی.

دغه درې اړخیزه غونډه نن په اسلام اباد کې د کوربه هیواد، چین او افغانستان ترمنځ ده چې د درې واړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به پکې ګډون کوي.

د دې بهیر دوې غونډې تر دې وړاندې یوه په کابل کې تیر کال او بله په چین کې په ۲۰۱۷م کال کې ترسره شوې.

دغه غونډې د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ د امنیتي او اقتصادي همکاریو په موخه ترسره کیږي.

تر اوسه د دې غونډې په اړه بشپړ او پوره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button