د لمانځه مسائل (۸۸ مه برخه) په وترو کې د دعاء قنوت په ځاى په عربي ژبه د بلې دعا ويل روا دي

ليکوال: م، نجم الرحمن فضلي
پوښتنه : که چيرته يو بې تعليمه کس د ډير کوشش با وجود دعاء قنوت نشي يادولاى، نومړى کس که د دعاء قنوت په ځاى بله دعاء مثلا (ربنا اتينا في الدنيا) ووايي لمونځ يې کيژي او که نه؟.
ځواب : سره له کوششه چې دعاء قنوت په ياد نکړى شي نو له شک پرته (ربنا اتينا في الدنيا) يا بله عربي دعا کومه يې چې په ښه طريقه او صحي ياد وي ويلاى شي او لمونځ يې له کراهيت پرته کيژي ([1]).
که فرض لمونځ يو امام ورکړي او وتر بل امام
پوښتنه : که چيرته يو امام فرض لمونځ ورکړي او له هغه وروسته دويم امام د وترو لمونځ ورکړي، آيا دا روا دي او که نه؟ او که مکروه دي؟.
ځواب : له کراهيت پرته روا دي ([2]).
له وترو وروسته دعا کول
پوښتنه : په ترايح کې له وترو وروسته امام ته په لوړ آواز اجتماعي دعا کول سنت دي او که نه؟.
ځواب : دلته هم په کراره مستحب دي ([3]).
د وترو لومړي ناسته (قاعده) فرض دى که واجب او په ترک سره يې لمونځ کيژي که نه
پوښتنه : د وترو لومړى ناسته فرض دى که واجب؟ او د هغې په پريښودلو سره لمونځ کيژي او که نه؟.
ځواب : په وترو کې لومړى ناسته (قاعده) واجب دى، که چيرته سهواً پريښودل شي نو د سجدې سهوې په کولو سره د وترو لمونځ صحي کيژي ([4]).
د دعاء قنوت د تکبير پريښودلو حکم
پوښتنه : په وترو کې د دعاء قنوت د تکبير په پريښودلو سره سجده سهوه شته او که نه؟.
ځواب : په دې کې اختلاف دى، په شامي کې يې عدم وجوب ته ترجيح ورکړې دى، سره له دې د سجدې سهوې په کولو کې احتياط دى او په نه کولو کې يې ګنجايش دى ([5]).
د وترو په دريم رکعت کې دعاء قنوت ولې ويل کيژي
پوښتنه : د وترو په دريم رکعت کې له سورت فاتحه، سورت او د تکبير له ويلو وروسته د دعاء قنوت ويلو سبب څه دى؟.
ځواب : د وترو په دريم رکعت کې له سورت فاتحه، سورت او د تکبير له ويلو وروسته د دعاء قنوت ويل ثابت دي، په هماغه طريقه يې ويل پکار دي ([6]).
په وترو کې د دعاء قنوت حکم
پوښتنه : آيا په وترو کې د دعاء قنوت ويل ضروري دي؟ او که چيرته د کوم کس دعاء قنوت په ياد نه وي نو څه به کوي؟.
ځواب : د وترو په لمانځه دعاء قنوت واجب دى او هغه مطلق دعاء دى، د ځانګړى دعاء (اللهم انا نستعينک الخ) ويل واجب نه دي، بلکې سنت دي، په شامي کې د لمانځه په واجباتو کې شمار شوې دى .
او که چيرته د کوم کس دعاء قنوت په ياد نه وي نو هغه دې دا دعاء (ربنا اتينا في الدنيا الخ) يا بله داسې دعاء کومه چې د خلکو له خبرو (کلام الناس) سره مشابه نه وي ولولي ([7]).
د سنت او نفل لمنځونو بيان
په شپه او ورځ کې پنځه لمنځونه فرض دي، له دې پرته له فرضو نه په وړاندې او وروسته وختونو کې هم د يو شمير رکعتونو کولو ترغيب رسول الله صلی الله علیه وسلم ورکړى دى، بيا په دې کې په کومو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تاکيد کړى يا يې نورو ته له ترغيب ورکولو سره سره په خپله هم د هغو ډير اهتمام کړى نو په عرف عام کې ورته سنت ويل کيژي، او له هغو څخه نورو ته نفل ويل کيژي.
د نفلو اصلي معنى د زوائد دى او په احاديثو کې له فرض لمنځونو پرته نورو ټولو ته نفل ويل شوي.
بيا د کومو سنتو او نفلو چې له فرض له لمانځه څخه وړاندې د کولو ترغيب ورکړى شوى په ظاهره د هغو خاص حکمت او مصلحت دا دى : فرض لمونځ کوم چې د الله تعالى په عالي دربار کې يوه ډيره خاصه او څانګړې حضوري دى نو په هغې کې له مشغوليدو دمخه په انفرادي توګه د دوو يا څلورو رکعتونو په کولو سره زړه له همدغه دربار سره آشنا او مانوس کړى شي او له هغه سره يو قرب او مناسبت پيدا کړى شي.
او د کومو سنتو او نفلو چې له فرض لمانځه څخه وروسته د کولو ترغيب ورکړى شوى د هغو حکمت او مصلحت په ظاهره دا معلوميژي : که د فرضو په اداء کولو کې کوم قصور وکړى شي نو د هغه تدارک په وروسته سنتو او نفلو سره کيدلاى شي.
له فرضي لمانځه نه د وړاندې او وروسته سنتو او نفلو پرته د کومو نفلو چې ځانګړى حيثيت دى لکه په ورځ کې د څاښت نفل او په شپه کې د تهجد نفل دا د قرب الي الله د خاصو خلکو لپاره ترقي او يو ځانګړى نصاب دى ([8]).
د نفلو يوه ځانګړې فايده
د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمان دى : د قيامت په ورځ به د بنده په عملونو کې تر ټولو لومړى د لمانځه حساب کيژي، پس که چيرته هغه سم راووځي نو بنده به کامياب وي او که چيرته هغه خراب راووځي نو بنده به ناکام وي، بيا که چيرته د هغه په فرايضو کې کوم کسر وي نو رب کريم به وفرمايي : وګورئ ! آيا د دغه بنده د اعمالو په ذخيره کې له فرايضو پرته نور کوم نيک عملونه شته دي؟ تر څو چې د هغه د فرايضو کموالى او کسر پرې پوره کړى شي، بيا به له لمانځه پرته د نورو عملونو حساب هم په همدې طريقه وکړى شي ([9]).
([1]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٣٦، بحواله : الشامية، ج : ٢، ص : ٧، البدايع، ج : ١، ص : ٢٨٣.
([2]) احسن الفتاوى، ٣ : ٤٦٠، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٦٦٣.
([3]) فتاوى محموديه، ٧ : ١٦٩، بحواله : تفسير ابن کثير، الجزء الثامن (سورة الاعراف) : ٢، ص : ٢٩٦.
([4]) امداد الاحکام، ١ : ٥٩١، بحواله : شامي، الدرالمختار.
([5]) احسن الفتاوى، ٣ : ٤٥٠، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٤٣.
([6]) کفايت المفتي، ٣ : ٣٨٨، بحواله : عن ابي ابن کعب ان رسول الله 3 کان يوتر فيقنت قبل الرکوع (آثار السنن، ص : ١٢٧، قبل رکوعه ثالثا رافعا يديه وقنت فيه الخ (تنوير الابصار، باب الوتر والنوافل، ج : ٢، ص : ٦).
([7]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٣٨، بحواله : الشامي، ج : ٢، ص : ١٦٣، حلبي کبير، ص : ٤١٨.
([8]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ١٧٩ – ١٨٠، بحواله : معارف الحديث، ج : ٣، ص : ٣٢٠، مظاهر حق، ج : ٢، ص : ١١٢، علم الفقه، ج : ٢، ص : ٤٠.
([9]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ١٨٠، بحواله : معارف الحديث، ج : ٣، ص : ٣٧٤.



