شمالي کوریا: که امریکا له نویو وړاندیزونو سره د خبرو میز ته راشي، خبرې ورسره کوو

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱۹وږی، ۱۳۹۸)
د شمالي کوریا یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي ویلي، که امریکا له نویو وړاندیزونو سره د خبرو میز ته راشي نو په وینا یې چې دوی خبرو ته ورسره چمتو دي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر چوسان هوې له واشنګټن سره د خبرو د بیا پیل په اړه زیاته کړې چې د روانې میاشتې په اوږدو کې هغه وخت له واشنګټن سره د اتومي پروګرام په موضوع خبرې پیلیږي چې دوی ته نوي وړاندیزونه وکړي.
د هوې په خبره، که امریکا شمالي کوریا ته قناعت ورنکړي نو د دې دواړو هیوادونو ترمنځ د شویو تړونونو د له منځه تللو پوره خطر موجود دی.
شمالي کوریا له امریکا دا هم غوښتي چې په دوی لګول شوي بندیزونه دې لري کړي خو واشنګټن تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د شمالي کوریا چارواکي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ او کیم جونګ اون ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې د پخوا په پرتله ښې شوي دي



