دافغانانو او امریکا مذاکرات : لوړې او ژورې

د پوهنتون استاد/ دلاور خان سيلاب

په قطر کې د افغانانو په استازیتوب، د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي او د نیواګکرو او همدارنګه د کابلۍ لاسپوڅې ادارې په استازیتوب، د امریکايي پلاوي تر منځ د سولې مذاکراتو د نهم پړاو له پای ته رسیدو وروسته داسې بریښیدل چې ښايي دا به وروستۍ ناسته وي، له دې امله د امریکا مرکچي پلاوي په ټینګار سره د موافقې مسوده د ټرمپ سربیره د نورو امریکايي مشرانو د لاسلیک په موخه واشنګټن ته واستول شوه.، خو امریکا ته له رسیدو سره  سمدلاسه ټرمپ د خپل ټویټر پاڼې له لارې مذاکرات لغوه اعلان کړل.

په دې لیکنه کې د مذاکراتو څلور فقره‌ییزه اجنډا،او بیا یې د لغوه کولو موضوع ته لنډه کتنه کوو.

لومړۍ موضوع: د مذاکراتو د بهیر اجنډا څلور عمده فقرې احتوا کوي.

۱.طالبان باید د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي. د یادونې وړ ده چې د ترهګرۍ  (Terrorism)  اصطلاح په لومړي ځل د لویدیځ له لوري په دې موخه رامنځته شوه، که د نړی په هر ګوټ کې د هر چا له خوا د غرب ګټې  په خطر کې ولویږي، نو لومړی به یې د ترهګرۍ په تهمت سره پړ کوي او بیا به یې مړ کوي، ډیره بده یې لا دا چې د  (Terrorism) اصطلاح لا تر اوسه په صحیح ډول نه ده  تعریف شوې، خو نن نږدې ټول نړیوال په دې پوهیږي چې امریکا د ترهګرۍ تر ټولو لوي زیږدیز ځاي او ځاله ده. د (۲۰۰۱) م کال د ستمبر د یوولسمې له پېښې وروسته امریکا ادعا وکړه، چې په یاد هیواد کې دوه سوداګريز برجونه د القاعدې هغو کسانو ونړول، چې په افغانستان کې د القاعدې په لاس روزل شوي وو، امریکا د طالبانو د هغه مهال حکومت ته وړاندیز وکړ چې د القاعدې مشر اسامة بن لادن په امریکا کې د محاکمې لپاره دوي ته وسپاري، طالبانو ورته کړل چې امریکا دې دوی ته داسې اسناد او مدارک وړاندې کړي، چې په نیویارک او واشنګټن کې د بریدونو مسوولیت د القاعدې د هغو غړو پر غاړه دی، چې په افغانستان کې روزل شوي، مګر د امریکا د هغه مهال جمهور رییس جورج بوش دوه پښې په یوه موزه کې دننه کړې، چې اسامه باید په هر صورت دوی ته وسپارل شي که نه نو امریکا به په افغانستان پوځي یرغل وکړي. دا چې امریکا او ملګرو یې لا دمخه په افغانستان یرغل پلان کړی و، خو د اسامه سپارل یې هسې یوه بهانه وګرځوله. په پای کې امریکا په همدې بهانه چې له افغانستانه امریکا ته خطر دی، برید وکړ.

اوس امریکايي مرکچي پلاوی هم په افغانستان د امریکا پوځي یرغل هداسې توجیه کوي، چې ګوندې د ترهګرۍ سره د طالبانو د اړیکو پرې کول زمونږ امنیتي موضوع ده، او مونږ یو ځل بیا ویره لرو، که طالبان او القاعده لاس سره یو کړي، نو شونې ده چې د یوولسم ستمبر د پیښې په څیر د افغانستان له خاورې په امریکا نور بریدونه هم پلان شي. که امریکا په خپل دغه دریځ کې رښتینې وي، نو هغه باید خپل امنیت ته د خپل هیواد دننه پام وکړي،او خپلې پولې  مضبوطې کړي، نه دا چې د خپلو ناوړه موخو د پلي کولو لپاره له خپلې خاورې بهر پر نورو بریدونه وکړي، ځکه په دې کار سره دوی  په ټوله  نړۍ کې خپل اتباع  نور هم په خطر کې واچول، او ټولو نړیوالو ته د امریکا توره څیره روښانه شوه .

۲. د مذاکراتي بهیر له پیل سره هم مهال اوربند کول : دوي له طالبانو غواړي چې د مذاکراتي بهیر پر مهال دې اوربند وکړي. خو دا به هغه مهال پر ځای غوښتنه وي چې حتی د خبرو د بهیر ترمخه  لومړی امریکا اواشرباڼي یې بلاقید او شرط له افغانستانه ووځي او بیا طالبانو ته ووایي چې ستاسې د هیواد  د راتلونکي په اړه او زمونږ د تېر اشغال د تیروتنو د جبران په موخه د مذاکراتو بهیر پیلوو، تاسو هم باید اوربند وکړئ، ترڅو د دغه بهیر حقانیت تر پوښتنې لاندې رانه شي، مګر داسې نه چې هره شیبه د یرغلګرو او د هغوی د داخلي غلامانو د ټوپک شپیلۍ د افغانانو سینو ته نیول شوې وي او طالب دې دغه خطر له پامه وغورځوي او مظلوم افغانان دې د خونړي دښمن داړلو ته یوازې پریږدي، چې ګواکې په دې سره به د مذاکراتو پروسه ښه پر مخ ولاړه شي،او هغه هم داسې پروسه چې د ټرمپ په څېر یو لیونی یې هم په آسانۍ سره سبوتاژ کولی شي.

یاده دې وي چې له طالبانو څخه د اوربند د غوښتنې موضوع د دښمن په رسنیو کې یو غیر منطقي انعکاس موندلی، رسنۍ د دښمن په غوښتنه د اوربند په نه کولو سره طالبان تورنوي، چې ګواکې دوه داسې لاملونه دي چې ترمخه یې طالبان د مذاکراتو پر مهال جګره روانه ساتل غواړي، لومړی دا چې دوی ویره لري، که اوربند وکړي ښایي چې که جګنيالي یې یو ځل له جګړې لاس واخلي او وسله پر ځمکه کیږدي، نو د دوهم ځل لپاره به یې تنظیمول او پاڅون شونی نه وي، بله دا چې د جګړې په جاري ساتلو سره دوی غواړي، د مذاکراتو په میز یو شمیر امتیازات تر لاسه کړي، خو دغه دواړه ادعاوې ځکه ناسمې دي چې د طالبانو مجاهدین اجیر جګړه ماران نه بلکې د خپل ایمان او عقیدې له مخې خپله سپیڅلې جهادي مبارزه پر مخ وړي، او د مذاکراتو سره یی څه کار نشته ځکه دوی د دښمن د وروستي پوځي تر شتون پورې به خپله دغه سپیڅلی مبارزه روانه ساتي، بله دا چې دښمن لا خپل اشغال پای ته نه دې رسولی، نو په داسې حال کې داوربند کولو هیڅ کوم جواز نه جوړیږي، لکه دمخه چې وویل شول، که دښمن دغه اصل لومړی خپله مراعات کړي، او د مذاکراتو ترمخه اشغال پای ته ورسوي نو طالب به هم همدې اصل ته په احترام کولو مجبور وي، البته د جنګیالیو د بیا راپورته کولو او تنظیمولو ویره ځکه نشته چې هغوی له دې تجربی لا دمخه تیر شوي دي، هغه مهال چې امریکا دوه لسیزې دمخه یرغل وکړ، نو دغه قهرمانان په داسې حال کې چې هیڅ یې هم نه درلودل د ملت له مینځه راپاڅیدل، خپل جهادي صفوف تنظیم کړل او مقاومت یې پیل کړ، دوی خو څه بهرنیان نه دي چې که یوځل ولاړل او خپلو هیوادونو کی تیت شول، نو بیا ځل تنظیم او پاڅون به یې یو ستونزمن کار وي.

البته دا د امریکايي بلیک واټر او د هغوي دداخلي غلامانو د کرايي جګړه مارانو ځانګړتیا ده چې کله د جګړې د پاي غږ اوري، کرایه  او اجوره یې له مینځه ولاړه شي،  سمدلاسه میدان پریږدي.

 د دوهم  تور ( دجګړی روان ساتل یعنې د مذاکراتي میز دپاسه د امتیازاتو غوښتنه) هم یوه غیر منطقي مفروضه ځکه ده، چې د امریکايي اشغال له پیله بیا تر ننه به یو استشهادي مجاهد ته د مذاکراتي میز امتیاز لاسته راوړل څه ګټه ولري؟ که د اسلامي امارت مجاهدین کرايي جنګیالي وای نو په کار وه چې د مذاکراتو د نوم په اوریدلو سره دوی له خپل جهاده  لاس اخیستی وای او هغه ځکه چې افغان معضله هسې هم له سیاسي لارې حلیږي، له دې امله د خپل ځان وژنې ته بیا اړتیا څه ده؟ نو ویلی شو چې دا د دښمن ناسم تبلیغات دي چې په دې سره غواړي واقعي مجاهدین بدنام کړي.

۳. د خارجي یرغلګرو د وتلو مهالویش:

د ذيدخلو اړخونو تر مينځ د بهرنیانو د وتلو لپاره په یو مهالویش اتفاق، به په خپله د دښمن په ګټه وي، او هغه ځکه چې دوی ته به د مهالویش له مخې د وتلو لپاره  یوه سوله ایزه او مصؤنه  لار او چانس برابر شي، البته که له مهالویش پرته دښمن له افغانستانه د تیښتې لاره هم غوره کړي، نو هم مهاله شونې ده  چې د افغانانو له خوا به په ډزو او وژلو سره بدرګه شي .

۴. بین الأفغاني مذاکرات:

دا به یو بې ځایه کار او د وخت له ضیاع پرته بل څه نه وي، که طالبان چې د افغانانو واقعي ممثلین بلل کیږي، له داسې یو چا سره خبرې اترې پیل کړي، چې واګې یې کور دننه له بل سره وي، او دوی په داسې یو بیوزله دریځ کې شپې او ورځې سبا کوي، چې د خپل ځان واک هم نه لري، څنګه کولای شي د یو ملت د برخلیک په اړه قاطعانه فیصلې وکړي، بله دا چې د خلیلزاد مرکچي ټیم د خپلې دغې لاسپوڅې ادارې په استازیتوب د هر راز پریکړو واک او صلاحیت لري. که د یوې تجربې له مخې د لاسپوڅې ادارې کوم لوړ پوړی غلام چارواکی (د بیلګې په توګه: اشرف غني)  له خپلې دندې د استعفاء غوښتنه وکړي نو د بادار له اجازې پرته  هم دا کار نه شي کولای، کله چې د یو چا وظیفوي تعین او بیا یې عزل له بل چا سره وي، نو نه ښايي چې په دومره وړه خوله دې لویې خبرې وکړي. نړیوال پوهیږي چې د بین الأفغاني مذاکراتو په نوم ډرامه هم دښمن جوړه کړې، او خپله لاسپوڅې اداره هڅوي تر څو له طالبانو سره د خپلې ناستې غوښتنه وکړي. په دې کار سره امریکايي دښمن د نړیوالو په سترګو کې خاورې ورشیندي، چې ګواکې مونږ یرغلګر نه بلکې په افغانستان کې د(ISAF- سوله ساتي ځواکونو) په ډول دلته پاتې یو، او که کله هم افغانانو (طالبان او افغان حکومت) فیصله وکړه چې مونږ ووځو نو وبه وځو .

دوهمه موضوع: د ټرمپ له خوا د مذاکراتو د بهیر لغوه اعلانول.

ټرمپ ظاهراً د مذاکراتو د لغوه کولو دا دلیل وښود چې طالبانو  په کابل کې د دوی په لاس په جوړ شوي ګرین ویلیج برید وکړ او ورپسې يې د کابل ښار په شش درک سيمه کې استشهادي موټربم  و، چې پایله یې د ګڼو افغان ځواکونو په شمول زموږ د یو سرتیري وژل وه. نړیوال پوهیږي چې دا هسې یوه بې ځایه بهانه ده،

ځیني شنونکي بیا په دې باور دي، چې دا د ګرین ولیج برید و، چې د مذاکراتو د لغوه کولو اصلي سبب وګرځید، ځکه دغه برید دومره خطرناک و، چې ددښمن پنځه لس کلن پلان یې شنډ کړ، هغه پلان داو چې امریکا به د افغانستان څخه د خپلو عسکرو له ایستلو وروسته، دغه هیواد هغو افغان بلیک واټرو، کرایي  او اجیرو  ډلګیو ته سپاري چې امریکایانو دوی له تیرو پنځلسو کلونو  راپه دې خوا په مسلسله توګه ټریننګ کړي وو، دوی تر امریکایي پوځونو هم خورا خطرناک وو، په ګرین ولیج کې ددغو غیر امریکایي افغان بلیک واټر قوماندان ( شفیق الله) – چې ددوی د پنځه لسو کلونو د ټریننګ محصول و-، اووه لس تنه امریکایي فوځیان او دهغوی یو لوړ پوړی امریکايي پوځي افسر ووژل شول، په دې سره ددوي دغه لوی پلان له خاورو سره خاورې شو،زلمي خلیلزاد ته امر وشو چې له طالبانو سره د سولې معاهده لاسلیک نه کړي، بلکه طالبانو ته بهانه وکړي چې معاهده به زه امریکا ته د هغه  هیواد چارواکوته د لاسلیک په موخه استووم، داهم معلومه نه ده چې خلیلزاد به په رښتیا هم د مسودې کاپي هلته استولې وي او که نه خو چې دګرین ولیج برید  رامینځته شو نو امریکا له خپل دریځه په شا شوه.

 امریکایانو ګومان کاوه چې د پوځي ډګر ماته به د مذاکراتو په میز جبرانوي، او د دوی په اند به له سادګيو طالبانو سره به په یو څو دپلوماتیکو بازاري جملو په شخوند وهلو سره به هغوي په ګولونو کې شوټ کړي، خو ویې لیدل هغه څوک چې دښمن په پوځي ډګر کې ماتولی شي، نو هغه بیا د دپلوماتیک او سیاسي حل له کږلیچونو سره هم تر دښمن ښه بلد دی، لکه چې الله تعالی فرمايي: (وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ ).

د مذاکراتو لغوه کول ښايي د پورته یادو  شویو لاملونو برسیره ، لاندې لاملونه هم  ولري :

أ. دښمن غواړي افغانان له یو رواني فشار سره مخ کړي، چې ګواکې له تاسو سره زمونږ ناسته د ضعف او ماتې نښه نه بلکې پر تاسې د یو احسان او منت له امله ده. اوهمدارنګه له دې لارې غواړي چې ښايي طالبان ورته په یو څه امتیاز قایل شي.

ب. د مذاکراتو د جریان په لغوه کولو سره دښمن نړۍ ته دا ښودل غواړي چې دوی لا هم په افغانستان کې د جګړې د روان ساتلو توان لري، په دې کار سره غواړي خپله ماتې په بري سره تعبیر کړي، او نړیوالو ته خپله تېښته میړانه وښايي.

ج. د مذاکراتو د بهیر لغوه کول د دښمن د سیاسي بصیرت نشتوالی په ګوته کوي.

د. د مذاکراتو الغاء وښوده چې ماتې خوړلی دښمن څومره سراسیمه او د جنون ښکار شوی، تر دې چې داخلي اختلافات یې هم راڅرګند شول. دې خبرې ته امریکايي ورځپاڼې (Washington Post) هم اشاره کړې، نوموړې ورځپاڼه کاږي: ” د امریکا د ملي امنیت سلاکار (جان بولټن) ددې هیواد د خارجي چارو پر وزیر (مایک پمپیو) تور لږوي، چې یاد وزیر، دی (سلاکار) د مذاکراتو له بهیره لیرې ساتل غواړي“.

د امریکا سیاسي او نظامي چارواکي، نولس کاله دمخه په یوه خوله او یو اتفاق سره په وحشیانه ډول د اوسپنې او زور پر مټ د مظلومو افغانانو پر خاوره تیری وکړ، هغه مهال چې دوی په مکمله توګه په خپل بري ډاډه بریښیدل له دې امله یې ددې یرغل پر سر هیڅ کوم اختلاف نه درلود، خو نن دادی له نږدې دوه لسیزو تیریدو وروسته یې چې ماتې یقیني شوه نو تر مینځ یې اختلاف راپیدا شو، او دا ددې خبری ښکارندویي کوي چې په دوی کې هیڅوک هم د ماتې د مسوولیت منلو ته چمتو نه دی.  او هم یې دې ډول اختلافاتو ضعف او ناتواني په ډاګه کړه چې اوس یې ټوله نړۍ ننداره کوي.

 یو ځل بیا د یادونې وړه ده چې افغانان لکه څرنګه چې د جګړه ایز ډګر اتلان دي، نو همداسې یې د سیاسي او دپلوماتیکې  حل لارې اتلولي هم خپله کړه، خو بیا هم که احیاناً دښمن د روانې تپل شوې جګړې دوام ته د ژمنتیا اشتباه تکرار کړي ، او د مذاکراتو په ودرولو سره ټینګار وکړي، نو  تر ټولو لوی او نه جبرانیدونکی زیان به په خپله همدوی ته رسیږي . له بلې خوا (ښا غلی ؟! ټرمپ) ښایي د یو شمیر دردیدلو او  ځوریدلو افغانانو له خوا  د ستاینې وړ وي، او هغه ځکه چې یاد افغانان به په ډیره آسانه توګه وکړای شي له دښمن څخه د تیرو دوه لسیزو  ورانیو، ویجاړیو، ظلمونو  وحشتونو او تباهیو غچ همدلته په خورا اسانۍ سره واخیستلای شي، البته امریکا ته ورتلل به یې ښایي یو څه ستونزمن وي. له دې امله دوی د (ټرمپ آشنا) دغه احسان نه هیروي . چې مذاکرات یې لغوه او دوی ته یې د کسات اخیستلو یو بل فرصت هم په لاس ورکړ.

ډیره مننه ښاغلی ټرمپ چې زمونږ ستړیا دې کمه او مونږ ته دې همدلته د غچ اخیستلو زمینه برابره کړه.

مربوطه مطالب

Back to top button