بشري حقونه: د میدان وردګو هوايي برید کې ټول ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۰، چهارشنبه)
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، چې د میدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې ټول ملکي وګړي په نښه شوي دي.
دغه بريد چې د تيرې یک شنبې په ورځ د سيد اباد په په تنګي دره کې په هغه موټر ترسره شو چې خلک له يوې ملمستيا څخه کور ته روان و.
په یاد بريد کې اووه د یوې کورنۍ اووه کسان وژل شوي و.
د بشري حقونو د کمېسيون ویاند شکر الله مشکور وايي، د کمېسیون له پلټنو وروسته دغه کمېسيون غوښتنه کړې چې د قربانيانو کورنيو څخه بخښنه وغواړي او هغوی ته غرامت ورکړي.
هغه وويل،ورته ډول بريدونه هيڅ د توجيه وړ نه دي او په ترسره کيدو يې له بهرنيانو د خلکو کرکه نوره هم زياتيدلی شي.
د بشري حقونو کمېسيون د معلوماتو له مخې، په وروستيو کې د ګډو ځواکونو او طالبانو په بريدونو او عملیاتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې ده.
تيره اوونۍ هم په جلال اباد ښار کې د صفریو قطعې په عملياتو کې د يوې کورنۍ څلور ځوانان ووژل شول او تر دې مخکې يې هم په شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو ملکي ميشت ځايونه په نښه کړي دي.



