کابل کې د امريکا سفارت سره نږدې چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۰، چهارشنبه)

کابل کې د امریکا سفارت سره نږدې په داسې حال کې چاودنه شوې چې د سفارت په داخل کې د يوولسم سپتمبر کليزه لمانخل کيده.

د امريکا سفارت کارکوونکي د ای پي خبري اژانس ته یاده چاودنه تاييد کړې خو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

ويل کيږي، چاودنه د يوولسم سپتمبر د اتلسمې کليزې د پيل سره سم رامنځته شوې او سمدستي په سفارت کې د خطر زنګونه کړنګيدلي دي.

تر اوسه په کابل کې امريکايي او دولتي چارواکو د دغه چاودنې نور معلومات نه دي خپاره کړي.

خو سفارت ته نږدې سرچينې وايي، له چاودنې وروسته د کليزې لمانځ غونډه ګډوډه شوې او ډيری کسان ترې ووتل.

مربوطه مطالب

Back to top button