
د واشګنټن او تهران ناندرۍ؛ پمپیو وایي، ایران به رانه د اتومي ځواک خاوند نشي
کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۰وږی، ۱۳۹۸)
د واشنګټن او تهران ترمنځ ناندرۍ لا هم هغسې د پخوا په څېر مخ پر زیاتیدو دي او نه غواړي چې دغه مسئله د خبرو له لارې حل شي.
امریکا کوشش کوي چې نړیواله ټولنه هم د تهران پر ضد وهڅوي او له امریکا سره یو ځای د ایران پر ضد سنګر ونیسي.
تازه د امریکا د باندینیو چارو وزیر مایک پمپیو د ایران د اتومي ځواک په اړه له غصې ډکې څرګندونې کړي دي.
پمپیو ویلي چې تهران به د اتومي وسلې خاوند نه شي او په ټکو یې په ایران به ټولې هغه لارې وتړي، کومې چې دا هیواد تر اتومي ځواکه رسوي.
نوموړي همدا راز پر تهران تور پورې کړی چې د اتومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره هم یاد هیواد له همکارۍ لاس اخستی او زیاته کړې یې ده چې د ایران دغه چلند د دوی د اتومي فعالیتونو په اړه پوښتنې راپورته کوي.
ایراني چارواکو د مایک پمپیو تازه څرګندونو ته کوم ځواب نه دی ویلی خو څو ځل وړاندې د دې هیواد لوړپوړو چارواکو ویلي چې دوی به له خپلو کړنو تر هغو لاس وانخلي ترڅو واشنګټن توبه نه وي ایستلي.
ایران د واشنګتڼ او تهران ترمنځ د خبرو پیل هم تر دې پورې تړلی چې امریکا باید پر ایران لګیدلي بندیزونه ټول لري کړي.



