
د سولې بديل!
حافظ عبدالسلام
څو ورځې وړاندې د متحده ایالاتو ریس جمهور ټرامپ په یوه ټوېټ سره د طالبانو سره مذاکرات لغوه اعلان کړل، دا پېچلي مذاکرات چې تقریبا لس میاشتي وخت یې نیولی وو، پر ټولو مواردو یې توافق سوی و، خو یوازې د ټرمپ لاسلیک ته پهتمه وو!
د ټرمپ ټوېټ د خلیلزاد د ماموریت د اوس لپاره هر څه عبث کړل، د ټرمپ دې کار نړۍ حیرانه کړه، ځینو شنونکو بیا ویل دا څه د تعجب خبره نه ده، ټرمپ همېش متزلزل وي، فکري استقرار نه لرې لکه پر ایران د حملې امر ور کول بیا بېرته په شا کېدل یې ښکاره مثالونه دي.
خو! حقیقت دا نه دی چې ټرمپ د سولې څخه منصرف شو، اصلا امریکا د اوس لپاره د سولې د تړون څخه خپل غرور تکبر منصرفه کړه، هغه دا چې د ویتنام د جګړې وروسته امرېکایانو په نظامي ډګر کې نظامي ماته نه وه خوړلې، نو! د طالبانو سره د امرېکا تر ټولو اوږدې او بې فایدې جګړې څخه باید ځانونه داسې وباسې چې ښکاره پکې د ماتي په نامه څه نه وي، او د دوی عسکرو را ایستلو ته څه پلمه وي، همدا وو چې د کیمپ ډیویډ غونډې تیاری ونېول شو، چې تړون ته داسې شکل ور کړي چې دا د افغانستان د منتخب حکومت او امریکا تر منځ لاسلیک شوی او داسې و ښیې چې هغوی مات شوي نه دي بلکې د تړون پر اساس د وخت د حکومت په غوښتنه را وتلي، که څه هم هلته به پر یو مکان او زمان به د طالبانو د سیاسي دفتر مشران هم حضور ولري، اما طالبانو یې دا غرور مات کړ، د مذاکراتو په دا ټول جریان کې یې هېڅ معامله و نکړه، د دښمن پر وړاندې یې هېڅ انعطاف و نکړ، او د چا تر احسان لاندې هم را نغلل.
ایا د سولې بديل ټاکني دي؟!!!
د ګډ حکومت مشر غني د مذاکراتو د پیل څخه تر اوسه ټینګار پر ټاکنو کاوه، چې راتلونکی حکومت باید د سولې چارې پر مخ بوځې، د سولې پر وړاندې د خنډ جوړولو لپاره یې ټول امکانات پر لاره واچول، د ملکیانو وژلو ته یې دوام ور کړ، شپنیز عملیاتو کې یې اکثر ملکیان په نښه کول، ترڅو د طالبانو حوصله و ازمایې او په عکسل العمل سره د سولې روان بهیر ناکام کړې.
ددې ور ها خوا په ټولنېزو رسنیو کې یې ګومارل شویو کسانو د سولې پر وړاندې پراخ تبلیغات پر لاره واچول، د جګړې په څېر سوله یې هم پردۍ بلله او په وینا یې د با عزته سولې غوښتونکي دي!!!
د ټرمپ پر ټوېټ یې خوشالۍ کولې هغه د کویټې ژورنالیست خبره”خبر نه دي چې د مرګ نوبت یې را روان دی”
جمهوریت او ټاکنې یې سره کرښه بلله، په داسې حال کې چې څو میاشتي وړاندې یې د نړۍ په کچه بې عزته ټاکنې یې تر سره کړې، د تعجب ځاۍ ددې فساد ډکو ټاکنو نتایج د څو میاشتو او لاسوهنو وروسته نتایج ومنل شول، د ټاکنو ریسان کمېشنران څارنوالۍ ته ور و پېژندل شول، محکمې پر فساد تورن او پړه وبلل، خو د دغو شرموونکو ټاکنو نتایج ومنل شول، نارېنه نوماندان د لکونو ډالرو بدل کې او یا هم د ځانګړو روابطو پر اساس کامیابېدل او ښځینه نوماندانو په ډاګه د مطبوعاتو پر وړاندې وویل چې د کامیابۍ په بدلې کې ترې د ارګ لوړ پوړو چارواکو ترې جنسې غوښتنه کړې او ددې کار لپاره په وزیر اکبر خان سېمه کې یو کور ورته ځانګړۍ شوۍ، هغه څه چې بیا د جمهور ریس او د ارګ د ساتونکو تر ټولو لوۍ قمندان جنرال حبیب احمدزي تایید هم کړل، او یو شمېر ټولنو یې په اړه یې خپلې اندېښنې څرګندې کړې.
سوله د ملت غوښتنه ده او ټاکنې د اشرف غني او ټیم یې، اشرف غني فکر کوي چې که ټاکنې وشې هغه د شپاړلسو نوماندانو مینځ کې ګټونکۍ دی، مالومه خبره ده چې په لمړي وار کې یو نوماند هم نشې کولاۍ چې دافغانستان د قوانینو مطابق پنځوس جمع یو رایې پوره کړې، دې سره به بیا ټاکنې دوهم دور ته ولاړې شې، کمزوري نوماندانو سره به پټه معامله او سودا وکړې او دۍ به ګټونکۍ شې، د مشهورو جنګسالارانو لکه لومړۍ مرستیال صالح، قیصاري،عليپور، جنرال ملک، زرداد او نورو سره یې لا د وړاندې معاملې کړېدي.
اشرف غني او ټیم ته یې د ټاکنو قیمت!!!
اوس چې د سولې خبره پر ټپه ولاړې دي، طبعې ده که دا حالت تر شپږم د میزان پورې دوام وکړې نمایشي او تقلبي ټاکنې به تر سره شې، طالبانو لا د پخوا څخه د افغانانو غوښتې چې راروانې ټاکنې تحریم کړې او په هېڅ نوعه ټاکنېزو غونډو کې ګډون و نکړې، زما په فکر ممکن د سولې د خبرو د درېدو څخه وروسته جګړه شدت و مومې او د جګړې په همدې شدت کې ټاکنې به د ډېرو افغانانو ژوند واخلې، خصوصا د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکۍ ټیم کمپاینران، ډېر امکان لرې چې د هغوۍ ټاکنیزي غونډې، کمپاینۍ اعضاء، ولایتي ټاکنیز دفترونه یې تر سختو برېدونو لاندې راشې، نو! د یو خواخوږې افغان په توګه د ټولو هیوادالو څخه هېله کوم چې د ټاکنېزو غونډو کمپاینونو څخه لرې اوسې .



