انجنیر عمیر ویاړ
طارق بن زیاد ،موسی بن نصیر،قتیبه بن مسلم ،عقبه بن عامر اومحمد بن قاسم دمسلمانانو دلښکر هغه سرکښ مدبره جنګیالی قوماندانان وه چی اسیا ،افریقااو اروپا لوی وچی یی داسلام په مقدس دین روښانه کړی ددوی اسونو دافریقا ،اروپا اواسیا په سیندونوکی اوبه څښلی او دسترګو په رپ سره به یی شګلنی دښتی لاندی کولی په اروپا کی یی پوهنتونونه تاسیس کړه اروپایان یی دتمدن سره اشنا کړه دهمدی پوهنتونوپه برکت سره اروپا دنړی په پرمختللو براعظمونوکی ودریده .
خولدوی سره قسمت یاری ونکړه دمسلمانانوخلیفه ولید بن عبدالملک وفات شوپرځای دده ورورسلیمان بن عبدالملک دمسلمانانو خلیفه وټاکل شو څرنګه چی سلیمان په مستیو او بی لاریو کی ډوب وه یادو قوماندانو ته یی دمکافاتو پرځای سخته سزا ورکړه او ټول یی دارالخلافت ته راوغوښتل اوهلته یی په زورونو او کړاونو سره شهیدان کړل پدی قوماندانانو کی طارق بن زیاد او موسی بن نصیر دفتوحاتو لویه نقشه جوړه کړی وه چی دفرانسی څخه به تیریږی برطانیه به فتح کوی او بیابه روسی ته ننوزی او په ترکستان کی به دقتیبه بن مسلم دفوځ سره یو ځای کیږی دانقشه یی دوخت خلیفه ته وړاندی کړه خوبی لاری خلیفه طارق بن زیاد په مرموز شکل سره په شهادت ورساوه او موسی بن نصیریی بندی کړکله چی دبن څخه خلاص شو سپین ږیری او زیات ضعیف شوی وه بیایی دبغداد په کوڅو کی داسلام دلښکر لوی فاتح خیرات ټولوه . او همدارنګه دسلطان صلاح الدین ایوبی دمدبرانه رهبری لاندی یوسف بن زهیر دخپل دوینو په قیمت سره بیت المقدس دیهودوڅخه ازاد صهیونستی بیرغ یی رانسکوراو داسلام بیرغ یی پری ورپاوه.
دوخت په تیریدو سره دغه ټولی لاسته راوړنی دمسلمانانو دبی اتفاقی او ځان ځانی له امله لمنځه لاړی او نوری هم دتللو په حال کی دی چی زیاته ونډه پکی دماده او قدرت پرستو مسلمانانوده څومره چی دمسلمانانو دصفونو کمزوری دضعیف النفس مسلمانانو دلاسه شوی دغیری مسلمانانو لخوا نده ترسره شوی .
نن سبا بیت المقدس دمسلمانانو داسونو دپښو داواز په طمع دیهودی نظام په بند کی شپی او ورڅی سبا کوی چی ګویا بیا به مسلمانه مور صلاح الدین ایوبی غوندی ځوان وزیږوی او مابه دکرغیړن نظام دمنګولو څخه خلاص کړی نن سبا اسلامی امت لپاره دځمکی کره کړایی ګرځیدلی او مسلمان پکی وریت کیږی او هغه څوک چی ځان دمسلمانانوعلمبرداربولی په شرابو،کبابونو اودانجونوسره په خوندونوکی اخته دی.
# که دنړی مسلمانان سره منظم شی او په خپلو مینځوکی یو بل ته دمرستی لاسونه ورکړی نو لري نده چی دنړی ټول مسلمانان به خودکفا او دنړی یو لوی ځواک وګرځی .


















