بیګاه له څو تنو ځوانانو سره ناست وم نو په نظام او حکومت کې دعلماوو او ملایانو په شتون مو بحث کولو، چې دعلماوو او ملایانو شتون په سیاست کې څه ډول ثابت شوی، نو په همدې بحث کې د طالبانو او امریکیانو ترمنځ دقطر او دوحي او دسولې په پروسه کې د طالبانو او امریکا موقفونو ته وار ورسید، او په همدې کې پټکي او افغاني کلتور ته هم ځني ملګرو اشاره وکړه چې غواړم له تاسو سره یې هم شریک کړم.
لمړی :علماوو چې کله هم دحکومت او دولت په رأس کې وخت تیر کړی تر ډیره بریده هغه حکومت او جهت کامیاب شوی چې لاندې کرښو کې ورته اشاره کوم:
داخوان المسلمین حرکت او په پیل کې یې دامام حسن البنا شتون چې تر دي ځایه یې نړیواله قافله بریالی او اسلام او دهر هېواد خلکو ته یې د ده شتون مؤثر ثابت شوی.
دوهم: نور تنظیمونه چې په رأس کې تر څو علماء وه نو هغوي کامیاب مخ ته تللی
دریم : په قطر کې اوسنی د طالبانو سیاست دلته هم په رأس کې علماء دي، شیخ سیدرسول شیخ شهاب الدین، مولوی برادر، مولوي عبداللطیف منصور …….. او داسې نور علماء همدا ډول ګڼ نور علماء همدا ډول ملاهیبت الله اخندزاده چې د طالبانو په رأس کې واقع دی، هغوې ولې تر اوسه متزلزل دریځ ونه نیولو،ولي هغوي له هغه چاسره چې( ځانته یې د ډول ډول علمونو د حصول او په اوسنی پرمختللو تکنالوجي وسایلو یې د ځان دپوهې دعوه کوله ملا او عالم ته یې ډیر په سپکه کتل ، او دوي سره په ترکیبي پلاوي کې دامریکا په سطحه هغه چا شتون چې له هري نګاه پرمختللي او اعلی دنیوي تحصیلات یې هم درلودل،
دومره قوي پلاوي له علماوو سره مذاکرات کول، خو علماوو بلکل له پیل څخه ترپایه یې دا ډول مذاکرات مخ ته ویوړل چې هېڅ قسمه انعطاف یې مقابل لوري ته ونښود بلکي ګام په ګام په سیاسي ډګر کې پر مخ تلل، دوي په دغه مذاکراتي جریان کې مختلفو هېوادنو ته سفرونه وکړل خو د دوي لباس چا بدل ونه لید دوي ولې کیم ډیوډ ته لانړل؟
ولې دوي دهغه چا ملاقات چې زموږ دحاکم نظام مشران یې مخي ته په خاپړو ورځي او دهغوي لیدنه ځان لپاره ویاړ او افتخار بولي، ملاقات ته ورنغلل سره له دې چې هغه ورته د بلنې لپاره خاص استازی خلیلزاد ولیږه او هغوي یې امریکا ته وبلل خو هغوی ورنغلل؟
موږ ته خو معلومه ده چې په اوس وخت کې دنړی مشران له مختلفو اړخونو د ټرمپ لعین ملاقات ته په خوشحالی امریکا ته ور روان دي؟ خو ولې هغه طالب چې ببر سر کګه پګړی او تور واسکټ یې په تن دي ولې دې لېدنې ته زړه نه ښه کوي؟
ولي هغه څوک چې اوس وخت کې ورته ټول وروسته پاتې وایې، له هغه چاسره ملاقات ته زړه نه ښه کوي چې خلک ورته په لوړه سترګه ګوري، او پرمختللي یې بولي.
ولي هغه یهود چې کرغیڼ سیاست ته یې ټوله نړی ګوته په غاښ ثابت شوي، او په طول دتاریخ کې یې هر چاسره دوکه کړئ ، ولې یې دا ملایان دوکه نه کړل چې ټولو ورته دسادګانو نسبت کاوه او ویل به یې:( کېنه مړه ملا سړی یې ته د خپل جومات سره کار لره ملا په سیاست څه پوهېږي)
خو نن هغه ملا سترې نړیوالې ټلوالی ته د جنګ او سیاست دواړو ډګرونو کې ماتی ورکوي،، مقابل لوری او جهت هم په جنګ کې چیغې وهې، او هم مذاکراتي او سیاسي ډګر څخه منډې وهي او پښې ترې سپکوي او تیښته کوي.
هو!!!!! د دوي ماتې د دوي خپلو قوانینو کې ماتې ده .
دا ثابته ده دا روښانه ده دا له ورایه معلومه مسئله ده دا هر چا منلی چې شکست هغه چا خوړلی چې له دین سره یې بعد وي، هغه تل بریالی ده چې دین ته نژدي وي.
ملا عالم دا الله ج ستایې
ژباړه: الله ج مؤمنان پورته کوي، او هغه څوک چې ورکړل شوي دوی ته علم علیا او لوړي درجی ورکوي.
هو الله ج یې ستایې:
ژباړه مفهوم: د الله په بنده ګانو کې د الله څخه ویریدونکي خلک علماء دي.
نو اوس ما دا مذاکره کونکی پلاوي وکوت نو د دې زیاته برخه ګډونوال علماء وه نو ځکه دوي هم د کامیابي هغه درشل ته ورسیدل چې نړۍ ورته حیرانه او شرق او غرب ورته ګوته په غاښ پاتی دی.
نو هر وخت کې فیصله په دین او شرعیت کوئ، او دین ته په پوره معنی تسلیم شئ.
نو د بریاوو منزلونه به پاس کړئ.
زه له طالبانو سره کومه اړیکه نه لرم خو دیو طالب العلم په حیث مې غوښتل حقایق وڅېړم او خپل نظر نورو ته ورسوم
او دعالم او ملا اهمیت په ټولنه کې واضحه کړم.
دین باندې دمسلمانانو دعمل په هېله
عبدالحمید راشد
















