کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ وږی ، ۱۳۹۸ل)
له مسکو او ایران وروسته ویل کېږي نږدې څو ورځو کې د طالبانو یو لوړ پوړی بل هیئت دچین په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر وکړي.
له هغه وخت راهیسي چي امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ طالبانو سره د سولې خبرې درولي؛ د طالبانو دیپلوماتیکې هلې ځلې زیاتې شوي دي.
د طالبانو هر خارجي سفر پر واشنګټن باندي دپلوماتیک فشار بلل کیږي، دشنونکو په باور، دا سیاسي فشارونه به امریکا اړ باسي چې یوځل دطالب پر وړاندې خپل دریځ مات کړي.
ټرمپ نږدې درې ونۍ وړاندې طالبانو سره خپل لس میاشتنۍ مذاکراتي بهیر دیو سرتیري د وژل کېدو په غبرګون کې لغوه اعلان کړ چې دټولو هېوادونو اودخاصتاً دافغانانو غبرګونونه یې راوپارول.


















