افغان کرکټ بورډ د لوبو خپرولو لپاره ځانګړی تلويزيون جوړوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۷، چهارشنبه)
د افغانستان کرکټ بورډ مسؤولينو په هیواد کې د کرکټ مينه والو لپاره د ځانګړي تلويزيون د جوړولو خبر ورکړی چې په ژوندۍ بڼه به هم پکې لوبې خپريږي.
د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي ويلي، چې ډير ژر به هیوادوال د کرکټ د يوه ځانګړي تلويزيون د جوړيدو زيری واوري.
د یاد تلويزيون نوم ای سي بي ټي وي ايښودل شوی او د یوازې د کرکټ لوبو لپاره ځانګړی شوی دی.
د يوسفزي په خبره، د تلويزيون د جواز اخيستو تر څنګ يې لومړنۍ چارې د بشپړيدو په حال کې دي او په نورو اړوندو کارونو هم په چټکۍ سره کار روان دی.
په وروستيو کې د کرکټ سره د ډيری هيوادوالو مینه زياته شوې چې د لوبو پر مهال يې له راډيوګانو کمنټريانې اوريدل کيدې او تر اوسه د افغانستان کرکټ لوبو ښودلو لپاره ځانګړي تلويزيون شتون نه درلود.



