حسن روحاني: د امریکا لخوا دې بندیزونه لري شي، بیا ورسره خبرې کوو

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۷وږی، ۱۳۹۸)

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې د امریکا لخوا دې پر ایران لګیدلي بندیزونه لري شي، له هغه وروسته به بیا خبرې پیلیږي.

روحاني چې نن یې یوې دولتي غونډې ته وینا کوله، زیاته کړې، دا ناممکنه ده چې امریکا دې له یوې خوا پر تهران بندیزونه لګوي او له بل لوري دې د خبرو وړاندیز کوي.

نوموړي دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې واشنګټن پرته له کوم شرطه له تهران سره خبرو ته تیار دی.

تیره ورځ د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي هم له امریکا سره د خبرو دروازه تړلې وبلله.

خامنه یي وویل چې امریکا له اسلامي هیوادونو سره پر ښو اړیکو هېڅ باور نلري او همدا رنګه یې زیاته کړه چې تهران باید د امریکا د بندیزونو په خلاف قوي او جدي مبارزه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button