سعودي تاييد کړه چې د تيلو پر چڼځای د برید تر شاه ایران دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۸، پنجشنبه)
د سعودي عربستان د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دوی د تيلو پر چڼځای بريدونو کې ايران لاس لري.
د سعودي د دفاع وزارت وياند ترکي المالکي پرون خبريالانو ته د هغه کروز ميزايلو او بې پيلوټه الوتکو تُکړې ورښکاره کړې چې د ارامکو شرکت پر چڼځای بريدونو کې کارول شوې و.
المالکي وويل، چې د دفاع وزارت کارپوهانو یادې ټوټې کتلي او د سعودي له متحدانو سره يې هم شريکې کړي په وينا يې په کمپيوټرو کې ثبت معلومات هم دا ښيي چې د تيلو پر چڼځای برید د ایران کار دی ځکه چې د هغوی د بې پيلوټه الوتکو ټکنالوژي پکې کارول شوې ده.
نوموړي د يراني بې پيلوټه الوتکو او د توغول شويو مزايلو ټوټې هم خبريالانو ته وښودې په وینا يې په دې کې هيڅ سوال نه پيدا کيږي چې ايران دې د دغه بريد تر شاه نه وي.
د روانې مياشتې په څوارلسمه نيټه په سعودي کې د ارامکو شرکت د تيلو پر چڼځای د بې پيلوټه الوتکو او ميزایل بريدونه وشول چې نړیوال بازار کې ورسره د تيلو قیمت لوړ شو.
له یاد بريد وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي و چې دی د سعودي نظر ته انتظار دی او که تاييد شي چې د تيلو پر یاد چڼځای بريد ایران یا کوم بل چا کړی نو بې له ځنډه به يې پرضد پوځي اقدام وکړای شي.



