امريکا: وسله وال برید کې دوه تنه وژل شوي؛ دوه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۸، پنجشنبه)
د امریکا په کليفورنيا ایالت کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه بريد د لاس انجلس په ښار کې ترسره شوی چې د پولیسو په وينا، په برید کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
پوليسو ويلي، تر اوسه د بريد لامل نه دی په ډاګه شوی خو په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.
په وروستيو کې د امریکا په بيلابيلو ایالتونو کې ورته ډول بريدونه زیات شوي چې تر ډيره پکې د پوليسو په شمول عام کسان هم هدف ګرځيدلي دي.



