پاکستان د هند لومړي وزير ته د خپل هوايي حریم څخه د تيریدو اجازه ورنکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۸، پنجشنبه)

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي، چې د هند لومړي وزیر ته يې د دوی له هوايي حريمه د تيريدو اجازه نه ده ورکړې.

نوموړي ويلي، چې هند ترې غوښتي و چې جرمني ته د نريندر مودي د تګ لپاره د پاکستان هوايي حریم کارول غواړي خو په وينا يې په کشمير کې په وروستيو کې د هند د کړنو له امله يې پر نوموړي د خپل هوايي حریم د کارولو بنديز لګولی.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې پاکستان د هند ولسمشر ته هم د خپل هوايی حریم د کارولو اجازه ورنه کړه چې نوموړي د سپتمبر په اتمه نيټه ايسلنډ ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي ويلي، تر هغې چې کشمير کې حالات سم شوي نه وي، ګرځبنديز ليرې او خلکو ته لومړنۍ اسانتياوې نه وي برابرې شوي، د هند ولسمشر ته به د خپل هوايي حریم د کارولو جازه ورنکړي.

په کشمير کې د وروستي تاوتریخوالي د رامنځته کيدو له کبله د دواړو هيوادونو اړيکې ترینګلي شوي او یو بل ته يې څو ځلې د بريدونو ګواښونه هم کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button