لیونۍ مینه که لیونۍ منډه !

ډاکټر یوسف اکبري

پښتو کې یو متل دی وایی آسمان چې څومره غوریږي هغومره نه وریږی، غني ته اوس ایله په سترو غونډو کې یواځې د خپل ځان توصیف پاتې دی، په افغانستان کې چې هر ستر کار صورت نیولی دې یې دعوه دار دی، او خلکو ته داسې ښیئ چې ګوندې د افغانستان په 35 ملیونه وګړو کې یواځینی شخصیت همدا زه یم چې هر څه کولای شم او پاتې نور 35ملیونه خلک هسې شلغم او مولۍ دی، حال دا چې حقیقت برعکس دی، افغانستان له داسې کدرونو او پوهو خلک ډک دی چې څوک به یې ونشي شمیرلای دا بیله خبره ده چې نن په هیواد کې د امریکا باج دی او خپل لاسپوڅي یې په زر، زور او تزویر راوستي او د دغه دروند ملت د قدرت واګي یې په لاس کې ورکړي، او حقیقي پوه خلک یې یا ووژل، یا له افغانستان نه په تښتیدا مجبوره کړل او یا یې ورته د ویرې جغ په څټ ایښي او خاموش اکثریت ورڅخه جوړ شوی.

نو ځکه غنی ته میدان خالي دی او همدا یې سیزن چې هر څه ووایی او هر څه وکړي، که بیګناه خلک وژنی که چا ته پیغورونه ورکوي او که پر چا ملنډې وهي او که له چا سره ظلم کوي ځکه بې باکه دی چې تر څنګ یې ځواکمن بادار تر څنګ ولاړ او چې څوک یې پر خلاف پاڅیږي سملاسي یې د طالب او القاعده او داعش په نوم تورنوي ، یا یې وژني او یا یې د زندان تورو تمبو ته اچوي.

غني تیر نږدې تاریخ ته هم پام نه کوي چې عین خرمستي د کمونستانو وروستي غلام ډاکټر نجیب هم کوله او بالآخره کله یې چې د ملت طوفان ولید چې نور یې تباه کوي نو یوه لیونۍ منډه یې د ملګرو ملتو ته وکړه، نه یې بیا هغه باټې وي او نه هغه مقاومت او نه هغه کبر او غرور او نه یی بیا تر شاه ستر قدرت بادار ودرید، تر دې چې د ملت په لاس په داسې ډول غرغره شو چې د کمونستانو نسلونه نسلونه به یې بیا له یاده نه باسي.

اوس غني د نجیب عین سناریو تکراروي، هره ورځ بیګناه ملت وژني، په سترو غونډو کې د کبر او غرور خبرې کوي په ملي ارزښتونو ملنډې وهي، خلکو ته چلینجونه ورکوي د دا ګز او دا میدان شعار ورکوي او د وطن سره د لیونۍ مینې اعاګانې هم بار بار کوي، خو د طالبانو او ملت د غرقیدا څپه خو لا څه کوي چې د ډاکټر عبدالله کوچنۍ مناظرې ته یې هم تاب راونه وړ، او د لیونۍ مینې پر ځای یې داسې لیونۍ منډه او له شرمه ډکه منډه وکړه چې ټول عمر به یې د افغانستان بچی بچی یاد ساتي، او یوه ستره لیونۍ منډه خو یې لا پاتې ده او هغه دا چې کله هم د طالبانو + ملت د قهر او طوفان څپه یې پر لورې ور روانه ولیده نو داسې لیونۍ منډه به وکړي چې تاریخ به یې یاد ساتي، غني ځکه خپل بچي افغانستان ته نه راولي چې باوري نه دې چې دلته به له منډې خوندي پاتې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button