اشرف غني له عمران خان غوښتي چې د ټاکنو امنيت کې ورسره مرسته وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۲۸، پنجشنبه)
افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له لومړي وزير عمران خان غوښتي چې د ټاکنو په امنیت کې ورسره مرسته وکړي.
اشرف غني به خپله رسمي ټويټر پاڼه لیکلي، چې عمران خان ورته پرون تيليفون کړی او د پروان او کابل کې د دفاع وزارت په اړوند تأسياتو د برید په تړاو يې ورته تسليت ورکړی دی.
نوموړي ويلي، چې پاکستان مخکې هم د افغان ټاکنو امنیت کې مرسته کړې او یو ځل بیا يې د راتلونکو ټاکنو کې د امنیت په ساتلو کې ترې د همکارۍ غوښتنه کړې.
د روانې سپتمبر مياشتې ۲۸ نيټه په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ورځ ټاکل شوې چې اتلس تنو ورته خپل ځانونه کاندید کړي دي.
طالبانو دغه ټاکنې جعلي پروسه بللې، له خلکو او په ځانګړي ډول يې د معارف له کارکوونکو غوښتي چې تعليمي ادارو کې انتخاباتو مرکزونو ته ځای ورنکړي او خپله هم پکې ګډون ونه کړي.



